د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانیو بیساري لویدل؛ یو ډالر ۱.۳،۳۷افغانۍ تبادله کیږي 


د اسعارو د تبادلې په بازارونو کې د افغانیو ارزښت بیخي ټیټ شوی دی
د اسعارو د تبادلې په بازارونو کې د افغانیو ارزښت بیخي ټیټ شوی دی

په دې وروستیو کې د اسعارو د تبادلې په بازارونو کې د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د افغانیو ارزښت په بیساري ډول لویدلی دی.

د چهارشنبې په ورځ ډسمبر اتمه (لېندۍ۱۷) په کابل کې د اسعارو د تبادلې په لوی مارکیټ «سرای شهزاده» کې یو ډالر د ۱۰۳،۳۷افغانیو په مقابل کې تبادله کېده.

د شهزاده سرای د صرافانو د ټولنې مطبوعاتي مسؤل مجید احمدزاده د افغانستان په بانکونو کې د پیسو نشتوالی، د عامو خلکو لخوا د ډالرو اخیستلو زیاته تقاضا د ډالرو په وړاندې د افغانیو د ټيټېدو عمده لاملونه ګڼي.

ښاغلي احمدزاده امریکا غږ ته وویل: «مخکې به په اونۍ کې د افغانستان بانک لخوا له ۷۰څخه تر ۸۰میلیون ډالر بازار ته وړاندې کېدل،خو اوس نشته، زموږ هیواد ډالرو ته زیاته اړتیا لري، ځکه موږ یو مصرفي هیواد یو.»

هغه وویل باید داسې یوه منبع وي چې د اسعارو د تبادلې په مارکیټ کې د افغانیو ثبات وساتي او په خبره یې یوازې څو صرافان نشي کولای چې د اسعار بازار کنټرول کړي.

تېره ورځ د افغانستان د مخکني حکومت د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح په خپل ټویټر کې لیکلي وو چې د طالبانو له ډاره د «افغانستان د بین المللي‌بانک» څخه پرته نور ټول بانکونه دیوالي شوي دي.

ښاغلي صالح ادعا کوي چې د ټولو خصوصي بانکونو مالکان د «طالبانو د شکنجې، اختطاف او ناانساني چلند» له کبله له افغانستان څخه تښتېدلي او په خبره یې طالبانو د خصوصي بانکونو کنترول په خپل لاس کې اخیستی او «شمتنۍ یې غصب» کړي ‌دي.

خو د افغانستان بانک اعلان کړی چې په بانکونو کې د خلکو شتمنۍ خوندي‌ دي. د افغانستان بانک په اعلامیې کې ویل شوي چې دا بانک په خصوصي‌ بانکونو نظر ساتي او د افغانستان د بانکدارۍ نظام به ژر خپل عادي‌ حالت ته ستون شي.

په اعلامیې کې د ښاغلي صالح خبرو ته اشاره نه ده شوې خو ویل شوي دي چې په ټولنیزو رسنیو کې اوازې او شایعات د دې لپاره کیږي چې د افغانستان د بانکدارۍ نظام زیانمن شي.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو اعلان کړی و که له افغانستان سره مرسته ونشي، بانکي نظام به یې سقوط شي.

XS
SM
MD
LG