د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو ملګرو ملتونو کې د اسحاقزي د تائید پرېکړه غیر عادلانه بللې


طالبانو خپل یو غړی سهیل شاهین ملګرو ملتونو کې خپل استازی معرفي کړی و
طالبانو خپل یو غړی سهیل شاهین ملګرو ملتونو کې خپل استازی معرفي کړی و

طالبانو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ لخوا د افغانستان د استازي په توګه د غلام محمد اسحاقزي د تائید پرېکړه غیر عادلانه بللې.

د طالبانو یوه ویاند انعام الله سمنګاني ویلي چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د هغه په وینا داسې چاته ورکول چې «د افغانستان د خلکو او دولت استازیتوب نه کوي» غیر عادلانه ده.

نوموړي زیاته کړې: "...ملګري ملتونه باید له معقولیت څخه کار واخلي او په دې اړه په جدیت سره له سره غور وکړي."

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم په خپل ټویټر کې لیکلي چې د افغانستان څوکۍ د‌ داسې چا په لاس کې پاتې کېدل چې «مرکز سره هېڅ ډول کاري تړاو نلري او د هېواد د قلمرو په هېڅ برخه حاکميت هم نه لري، د افغانستان د خلکو په مشروع حق سترګې پټول» دي.

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ تصویب کړه چې د افغانستان، میانمار او وینزویلا په څوکیو کې دې د دغو هېوادونو مخکني استازي پاتې شي.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډې کې پرون دوشنبه ډسمبر شپږمه (لیندۍ۱۵) د رایو په اکثریت سره دا پرېکړه تصویب شوه. خو هېڅ یو استازي په غونډه کې خبرې ونکړې.

څو ورځې مخکې د ملګرو ملتونو یوې ځانګړې کمېټې پریکړه کړې وه چې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې دې د افغانستان څوکۍ د اوس لپاره د طالبانو حکومت ته نه ورکول کیږي.

دا مهال د ملګرو ملتونو په عمومي اسامبلۍ کې غلام محمد اسحاقزی د افغانستان دایمي استازی دی. طالبانو په قطر کې خپل یو غړی سهیل شاهین دغې څوکۍ ته معرفي‌ کړی و.

طالبان د روان کال د اګست په ۱۵مه په افغانستان کې واکمن شول او څو اونۍ وروسته د ملګرو ملتونو عمومي غونډه وشوه چې د افغانستان د استازولۍ بحث په کې جنجالي او د خبرونو سرلیک شو.

د طالبانو حکومت لا هېڅ یو هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG