د لاس رسي وړ اتصالات

اردن له اسرائیل څخه 'سمدستي' خپل سفیر راغواړي


غزه کې د اسرائیلي ځواکونو د یو هوايي برید وروسته حالت.
غزه کې د اسرائیلي ځواکونو د یو هوايي برید وروسته حالت.

د اردن حکومت د چهارشنبې په ورځ، نومبر په لومړۍ نېټه (لړم ۱۰) اعلان وکړ چې پر غزې د اسرائیل د بریدونو په اعتراض کې، سمدستي له اسرائیل څخه خپل سفیر باسي.

د اردن د بهرنیو چارو وزارت د یو بیان په خپرولو سره د اسرائیل د بریدونو د غندلو په ترڅ کې چې د دغه وزارت په وینا "په غزه کې د بې ګناه خلکو د وژلو او د یوې غیر متوقع انساني تراژیدۍ لامل شوي" لیکلي چې د اردن د بهرنیو چارو وزیر ایمان الصفدي پریکړه کړې چې سمدستي له اسرائیل څخه د اردن سفیر راوغواړي."

د اکټوبر په اوومه پر اسرائیل د حماس له برید وروسته، چې د اسرائیلي چارواکو په وینا له ۱۴۰۰ ډېر کسان یې ووژل او لږ تر لږه ۲۳۹ تنه یې د حماس جنګیالیو یرغمل کړل، د اسرائیل پوځ هره ورځ د غزې په تړانګه هوايي او د توپونو بریدونه کوي.

په غزه کې روغتیايي چارواکو د چهارشنبې په ورځ وویل چې د اسراییلو د بریدونو له پیل راهیسې په غزه کې د ۳۶۴۸ ماشومانو په ګډون ۸۷۹۶ کسان وژل شوي او څه باندې ۲۲ زره نور ټپیان شوي دي.

اردن چې په ۱۹۹۴ کال کې د دوهم عربي هیواد په توګه له اسرائیل سره اړیکې عادي کړې وې، په ۲۰۱۹ کال کې یې هم له اسرائیل خپل سفیر ورغوښتی و. مصر لومړنی عرب هیواد دی چې په ۱۹۷۹ کال کې یې له اسرائیل سره سوله وکړه.

په تېرو څو اوونیو کې په اردن کې د غزې او فلسطینیانو په ملاتړ پراخې مظاهرې وشوې او ځینو اعتراض کوونکو د اردن او اسرائیل ترمنځ د سولې د تړون د لغوه کولو او په اردن کې د اسرائیل د سفارت د تړلو غوښتنه کړې ده.

په نورو اسلامي هېوادونو کې هم د فلسطيني ولس د ملاتړ او پر غزې د اسرائيل د بريدونو د غندلو په موخه لاريونونه شوي دي.

په یو وروستي غبرګون کې ایران چې د حماس ډلې لوی مالي او د وسلو ملاتړی دی، له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې له اسرائیل سره له سوداګرۍ، په ځانګړې توګه هغه هېواد ته د تېلو له صادراتو ډډه وکړي.

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د سه شنبې په ورځ د اردن له پاچا دوهم عبدالله سره، چې د واشنګټن یو مهم متحد دی، ټیلیفوني اړیکه ونیوله او د سپینې ماڼۍ په وینا دواړو مشرانو د "تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د سمدستي میکانیزم، د لفظي نرمۍ او د سیمه ییز تاوتریخوالي په کمولو" خبرې وکړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG