د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل «زوړ دېوال» په نړېدو دی


د کابل ښار په زړه کې د شېر دروازې غره پر سر غځېدلی تاریخي اثر چې د کابل زوړ دېوال په نامه یادېږي د نړېدو په حال کې دی.

د پنځمې او شپږمې زېږدېزې پېړۍ دغه اثر شااوخوا ۵۰ سلنه نړېدلی او پاتې برخه یې د غره په ځینو سیمو کې د ځایي اوسېدونکو د کورونو له خوا محاصره شوې ده.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چاواکي وايي چې د یاد اثر د بیا جوړونې چارې د بودیجې د کموالي له امله نه دي پیل شوي، خو د بشري زیان د مخنیوي له اړخه ځینې اقدمات شوي دي.

د دې وزارت فرهنګي مرستیال پوهاند محمد رسول باوري امریکا غږ سره په مرکې کې وویل:"ځینو کسانو سره له دې چې د دېوال په څو مترۍ کې کورونه جوړ کړي دوه هغه برجونه هم چې د دېوال په اوږدو کې جوړ شوي و هغوی کې هم خلکو کورونه جوړ کړي دي، موږ د دوی د ایستلو لپاره پولیسو ته یاداشت سپارلی دی."

ښاغلي باوري دا هم وویل چې د دې وزارت انجنېران موظف شوي چې د دېوال حریم مشخص کړي او وروسته بیا ناقانونه جوړ شوي کورونه تخریب شي.

د کابل یو تاریخي اثر په نړېدو دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:13 0:00

د تاریخي ابداتو د ساتنې د قانون له مخې هر تاریخي اثر ځان ته حریم لري، دغه حریم تر هغه برېده رسېږي چې د اثر پاتې برخې پکې محسوسې وي،نو پر دې اساس د ۸ نه تر ۱۲ مترو پورې باید د هر اثر حریم وساتل شي، خو څرنګه چې لیدل کېږي اوس مهال د دېوال په ۵ مترۍ کې هم خلکو کورونه جوړ کړي دي.

د کابل روړ دېوال ۲۶۰۰ متره اوږدوالی لري او په ځینو ځایونو کې تر دوو مترو پورې لوړوالی لري.

د دغه دېوال جوړښت په بېلابېلو دورو کې بشپړ شوی دی.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د معلوماتو له مخې د کابل شاهانو په دورې کې د دې اثر جوړول د بهرني یرغل د مخنوي لپاره پیل شوی دی.

د هغه وروسته د یفتلیانو واکمنانو یاد اثر غځول شوی دی.

په افغانستان کې د دې هېواد او نړېوالې ټولنې تر ټولو ډېرې هڅې پر دې دي چې د خلکو امنیت تامین شي. له همدې کبله، ډېره بودیجه افغان ځواکونو ته ځانګړې شوې ده.

که څه هم تاریخي اثارو ته په کافي اندازه پام نه دی شوی خو په وروستیو څلورو کلونو کې د بېلګې په توګه د غازي امان الله خان او د چهلستون د ماڼیو د بیاجوړونو ته په کتو ویلی شو چې د تاریخي اثارو ته پام په ډېرېدو دی.

XS
SM
MD
LG