د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل ککړ چاپيریال او د پولیو لوی ګواښ


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د کابل یوشمېر روغتیاپالان وایي چې پلازمینه کابل د ګڼ نفوس په درلودلو سره خورا ککړ چاپیریال لري او د ساري او ویروسي ناروغیو احتمال هم پکې زیات دی.

د دوی په وینا، سرلوڅې ویالې، ولاړې چټلې اوبه او ککړ چاپیریال د ساري ناروغیو ترڅنګ د پولیو ویروس د لیږد آسانه لارې دي او په آسانۍ په ماشومانو کې خپریدلی شي چې باید ورته پاملرنه زیاته شي او وګړي هم د چاپیریال ساتنې ته خپله توجه زیاته کړي.

کابل ښار چې د هېواد له لویو ښارونو دی د وګړو دلته په ډیرو سیمو کې کورونه د کومې نقشې او ښاري پلان پرته جوړ شوي دي، چې د چاپیریال ساتنې مسله په کې له پامه غورځیدلې ده او له همدې سببه د ښار چاپیریال هم چټل دی.

روغتیا پالان دا هم وايي چې همدا ککړ چاپیریال او ککړې اوبه د بیلا بیلو ویروسونو د خپریدو لامل کیږي او ساري ناروغۍ له همدې امله خپریږي.

کابل کې د کتلوي معافیت پخوانی مسؤول، ډاکټر ګلاخان ایوب په دې تړاو امریکا غږ سره په خبرو کې وویل چې زیات خلک د چاپیریال پاکوالي ته پام نه کوي. هغه وايي چې د چاپیریال پاک ساتل یو اساسي روغتیايي امر دی اوکه خلک ورته توجه ونه کړي، د ګوزڼ په څېر د ګڼ شمېر ناروغیو د رامنځته کیدو زمینه مساعدوي.

ډاکټر ایوب وویل: "د چاپیریال ککړتیا په ټول هېواد او په تیره بیا کابل په څېر ګڼ میشته ښار کې یوه ډیره جدي او دپام وړ ستونزه ګڼل کیږي، ځکه چې د ښار ډیرو برخو کې سرلوڅې ویالې او ولاړې اوبه شتون لري او د بلې خوا د کثافاتو د راټولولو لپاره هم ځانګړي سهولتونه نه ترسترګو کیږي. دا ټول هغه څه دي چې د چاپیریال د ککړتیا په ډیرولوکې خپل منفي تاثیرات چې د ناروغیو منځته راتلل او خپریدل دي، لرلی شي."

نوموړی زیاتوي چې د چاپیریال په مسله کی د وګړو لخوا د ټولنې نظافت د پام وړ اهمیت لري او که چیرې خلک په اجتماعي توګه نظافت ته پام ونکړي، پایله یې د ناروغیو خپریدل او چاپیریال ته زیان رسول دي.

ښاغلي ایوب وویل: "که څه هم کله ناکله د ښاروالۍ مسؤولین د خځلو او کثافاتو راټولولو او خوندي کولو لپاره اقدام کوي، خو دا اقدامات کافي ندي، د بلی خوا ټولنه هم ورته مسؤولیت لري چې د خځلو په خوندي کولو کې خپل رغندهرول ولوبوي او په لارو کوڅو کې یې له اچولو ډډه وکړي ترڅو خوندي چاپیریال رامنځته شي."

له بل لوري کابل ښاریان هم په ښار کې د خلکو لخوا چاپیریال ساتنې ته کم توجهي د زیاتې اندېښنې وړ بولي او غوښتنه کوي چې د ناروغیو د مخنیوي لپاره اول باید د خپل چاپیریال ساتنې ته پام وشي ترڅو د ګوزڼ په څېر معلولونکې ناروغۍ په ماشومانو کې خپرې نشي.

د کابل ښار یو تن اوسیدونکی، احمد شکیب له ټولو ښاریانو غواړي چې سر لوڅو ویالو ته د کثافاتو له غورځولو ډډه وکړي او چاپیریال ساتنه د مشترک مسؤولیت په توګه رعایت کړي.

نوموړي وویل: "نه یواځې کابل ښار، بلکې د هېواد په سطحه ټول هغه ځایونه چې د خلکو ګڼه ګوڼه پکې زیات دی، هلته چاپبریال ساتنې ته زیاته توجه نه کیږي او دا کار د ډیرې اندېښنې وړ دی، ځکه موږ وینو چې دلته سرلوڅې ویالې په ښار کې له کثافاتو ډکې وي او همدا کثافات بیا ماشومان استفاده کوي او د ویروسو د انتقال سبب ګرځي. زما هیله له ښاریانو دا ده چې دوی باید د چاپیریال ساتنه د مشترک مسؤولیت په توګه ومني او هیڅکله خپل چاپیریال ته زیانه و نه رسوي."

د چاپیریال ساتنې ماهرین پدې نظر دي چې لاهم د ښاریانو لخوا کابل کې د چاپیریال ککړتیا ته هغومره چې لازمه ده پاملرنه نه کیږي او د ښار په بیلابیلو ناحیو کې سرلوڅې ویالې، ولاړې چټلې اوبه او ککړ چاپیریال تر سترګو کیږي چې د پولیو (ګوزڼ) په څېر ساري امراض له یوې سیمې بلې ته په آسانۍ انتقالوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG