د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې ګڼې ګوڼې د پولیو ناروغۍ د خپریدو ګواښ لوړ کړی - روغتیاپالان


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

په کابل کې یو شمېر روغتیا پالان وایي چې پدې ښار کې د وګړو د ګڼه ګوڼې له امله د پولیو ناروغۍ د خپریدو ګواښ لوړ شوی دی.

د روغتیا پالانو په وینا، په ننګرهار ولایت کې د پولیو د پرله پسې پنځمې مثبتې پېښې وروسته، اوس د پولیو ویروس د خپریدو ګواښ په نورو سیمو، په ځانګړي ډول په پلازمینې کابل کې هم زیات شوی دی.

په کابل کې د کتلوي معافیت د پروګرام پخواني مسؤل، ډاکټر ګلاخان ایوب، امریکا غږ ته وویل: ”کابل ډیر زیات د پولیو ناروغۍ له ګواښ سره مخ دی، ځکه د نفوسو ګڼه ګوڼه په خپله د پولیو ویروس د خپریدو لپاره یوه زمینه بلل کیږي، بل پلو ویل کیږي چې په ننګرهار ولایت کې د پولیو پنځمه مثبته پېښه ثبت شوې، چې دا هم په خپل وار سره د اندېښنې وړ مساله ده.“

د نوموړي په وینا، هره ورځ زرګونه کسان د کابل او ننګرهار تر منځ تګ راتګ کوي، چې د پولیو ویروس د خپریدو لپاره زمینه برابروي. او روغتیایي مسؤولینو ته په کار ده چې په ټول هېواد کې د محیطي نظارت په ډیرولو سره د دې معلولونکې او وژونکې ناروغۍ د ګواښ کچه راټیټه کړي.

بل لوري ته، د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د مالي صندوق (یونیسف) هم وایي چې ننګرهار کې د پولیو د پنځمې مثبتې پېښې رامنځته کیدلو، د یادې ناروغۍ د خپریدو په اړه اندېښنې راپارولي.

په کابل کې د یونیسف د عامه اړیکو مسؤل، سید کمال شاه سید، امریکا غږ ته وویل: ”د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د پولیو پرله پسې پنځمې مثبتې پېښې د روغتیا پالانو او خلکو اندیښنې راپارولي، خو ژر تر ژره به دغو اندیښنو ته د پای ټکی کیښودل شي.“

د نوموړي په وینا، د پولیو د له منځه وړلو پروګرام هلې ځلې کوي چې په افغانستان کې د پولیو ویروس تر بشپړ له منځه وړلو پورې، د پولیو ضد واکسین کمپاینونه او د عامه پوهاوي پروګرامونه جاري وساتي.

د یادوني وړ ده چې دوه ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت په دور بابا ولسوالۍ کې د پولیو یوه تازه مثبته پېښه ثبت شوې، چې په تیره یوه نیمه میاشت کې پنځمه مثبته پېښه بلل کیږي.

په ننګرهار ولایت کې د پولیو څلور نورې مثبتې پېښې په بټي کوټ،کوټ، نازیانو او بهسودو ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

XS
SM
MD
LG