د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل هوټل برید جنگي جنایت دی- د بشري حقونو د څار اداره


د بشري حقونو د څار ادارې د دوشنبې په ورځ په خپله ویبپاڼه لیکلي چې د کابل په انټرکانټینینټل هوټل حمله جنگي جنایت دی.

د بشري حقونو د څار اداره وایي چې هغه چا چې د دغې حملې امر یې کړیدی، د جنگ د قوانینو نه یې سرغړونه کړیده او د جنگي جنایاتو مسول دی.

د یادونې وړ ده چې طالبانو د دغې حملې مسولیت په غاړه اخیستې دی. په دغه حمله کې ٧ افغانان او ١١ تنه بهرنیان وژل شویدي. حمله کونکو زیاتره کسان د هغوي په کوټو کې وژلي دي.

حمله کونکي چې د پخلې د کوټې د لارې دغه هوټل ته دننه شول، هر هغه کس یې وویشت چې په مخه ورله وراغی. ځینی کسان په دغه حمله کې زخمیان شویدي، ځینې بیا هغه وخت زخمیان شول چې د ځانونو خوندي کولو لپاره یې د کړکیو نه لاندې ټوپ وواهه.

تر اوسه پورې لا د مړو دقېق شمیر ندی معلوم ځکه ځینې کسان تراوسه لادرکه دي.

د بشري حقونو دڅار اداره وایي چې په افغانستان کې په تیر یو کال کې د ملکیانو په تلفاتو کې زیاتوالې راغلی دی. د ملگرو ملتونو یو راپور وایي چې د ٢٠١٧ کال په نیمایي کې په ځانمرگه او نورو وژونکو حملو کې د تیر بل وخت په پرتله زیات شمیر کسان وژل شویدي

د بشري حقونو د څار اداره وایي چې د انټر کانټینینټل هوټل دا حمله دا یادونه کوي چې د افغانستان په جگړې کې ملکیان په قصدي ډول په نښه کیږي او د نړیوالو قوانینو نه په پرله پسې توگه سرغړونه کیږي

XS
SM
MD
LG