د لاس رسي وړ اتصالات

په انترکانټیننټل هوټل کې څو کسان وژل شوي، ۲۰ که ۴۰؟


په برید کې د کام ایر هوایي شرکت نهه بهرني پیلوټان او انجنیران وژل شوي دي، چې ٧ د اوکراین او ٢ د وینزویلا اوسیدونکي وه.
په برید کې د کام ایر هوایي شرکت نهه بهرني پیلوټان او انجنیران وژل شوي دي، چې ٧ د اوکراین او ٢ د وینزویلا اوسیدونکي وه.

خبریالانو ته لا هم د کابل انټرکانټیننټل هوټل ته د ورننوتو اجازه نه ورکول کیږي. د کابل انټرکانټیننټل هوټل د ۶ وسله والو د شنبې شپې له برید څخه دوې ورځې تیریږي، خو لا هم د دغه برید څرنګوالی او د قربانیانو کره شمېر معلوم نشته.

د کورنیو چارو وزرات وايي‌ چې په دغه برید کې د دوو ښځو په ګډون ۱۹ کسان وژل شوي چې ۱۴ یې بهرنیان دي. ځینې نورې رسنۍ د ناڅرگندو حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې لیکلي دي چې په برید کې تر څلویښتو ډېر کسان وژل شوي دي.

یو خبریال عبدالحق عمري چې د برید پر مهال په هوټل کې و، وايي چې یوازې په دوو کوټو کې یې ۷ کسان ولیدل چې وژل شوي وه. عمري وايي چې بریدګرو له یو ډول سوځونکو موادو هم کار اخیست او دې ته یې نه کتل چې څوک افغان او څوک بهرنی دی.

په برید کې په کراچۍ کې افغان جنرال قونسل وحیدالله پویان، د سولې عالي شورا د ستراتیژیکو اړیکو مسئول احمد فرزان، د فراه ولایت د مخابراتو رئیس جمال الدین پاچاخېل او ځوان ډیپلوماټ حارث مومند هم ژوند له لاسه ورکړی.

بل خوا کام ایر هوايي شرکت وايي چې په دې برید کې د دوی ۹ پیلوټان او انجینران وژل شوي چې ۷ یې یوکراینیان او دوه یې د وینزویلا دي.

د برید پړه طالبانو پر غاړه اخیستې، خو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د دوی څېړنې ښيي چې برید د حقاني شبکې کړی دی.

طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دوی پنځو غړو دغه برید کړی او د درنو تلفاتو د اړولو ادعا یې کړې. دا د ځانمرګو بریدونو خلاف د پاکستان د دوه زره دیني عالمانو تر فتوا وروسته په کابل کې لومړی ترهګریز برید دی.

XS
SM
MD
LG