د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: مزارشریف کې مو د داعش پنځه غړي وژلي


د بلخ ولایت د طالبانو امنیتي چارواکي وايي، چې د دوی امنیتي ځواکونو تیره شپه د مزارشریف په ښار کې د داعش د خراسان د ډلې پر خلاف عملیات کړي، چې په ترڅ کې یې ددغې ډلې پنځه تنه وسله وال وژل شوي دي.

د بلخ ولایت د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اصف وزیري د شنبې په ورځ مارچ ۱۸ (کب ۲۶) امریکا غږ ته د دغو عملیاتو په اړه وویل، چې دا عملیات د بلخ ولایت مرکز مزارشریف د ښار په پنځمه، اتمه او لسمه حوزه کې تیره شپه دولس بجې د طالبانو د ځانګړو ځواکونو له خوا شوي دي.

ښاغلي وزیري وویل، چې ددغو عملیاتو په پایله کې د داعش د ډلې پنځه تنه وسله وال وژل شوي او هم د طالبانو یو امنیتي ساتوونکی ټپی شوی دی.

همداشان د بلخ ولایت د پولیسو ویاند وویل، چې د دې عملیاتو په ترڅ کې څلور کلاشینکوف او یوه اندازه مهمات هم د طالبانو امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې د طالبانو امنیتي ځواکونو تیره شپه د مزارشریف په ښار کې د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د داعش د ډلې څو پټنځایونه له منځه وړي دي.

ښاغلي مجاهد ویلي، چې په دغو عملیاتو کې د طالبانو یو امنیتي منسوب ټپي شوي دی.

په ورته وخت کې ځیني عیني شاهدان وايي، چې د مزارشریف په ښار کې دا نښتې نیمه شپه پیل شوې او د څو ساعتونو لپاره یې دوام درلود. د عیني شاهدانو د وینا پراساس په دغو نښتو کې دواړو غاړو یو د بل پر وړاندې د درنو اوسپکو وسلو څخه کار اخیستی دی.

په وروستیو اونیو کې د مزارشریف په ښار کې د داعش فعالیتونه زیات شوي دي. تیره اونۍ ددغې ډلې له خوا په یوه غونډه کې د ایښودل شوو چاودیدونکو توکو په چاودنه کې د دوو خبریالانو په ګډون درې تنه ووژل شو او ۱۸ تنه نور ټپیان شو، چې اکثره یې خبریالان و.

د خبریالانو په غونډه د برید وړاندې د بلخ ولایت په ودانۍ کې په ځانمرګي برید کې دغه ولایت لپاره د طالبانو والي داود مزمل او دوه تنه نور وژل شوي و. د خبریالانو په غونډه او داود مزمل باندې د برید مسولیت د داعش ډلې په غاړه اخسیتی و.

د داعش ډلې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته په تیر څه باندې یو نیم کال کې د کابل په ګډون په څو ښارونو کې د یو شمیر بریدونو مسولیت په غاړه اخسیتی دی. په دغو بریدونو کې په سفارتونو، ښوونځیو، جوماتونو اوپه عامه ځایونو بریدونه هم شامل دي.

دا پداسې حال کې دي چې د طالبانو حکومت په پرله پسې ډول ادعا کړې، چې داعش ډله یې ماته کړې او دا ډله نور په افغانستان کې فزیکي حضور نلري. خوددې سره سره داعش په پرله پسې ډول په مهمو ځایونو کې بریدونه ترسره کړي دي.

د کب د روانې میاشتې په ۱۳ مه د طالبانو امنیتي ځواکونو د هرات ولایت په مرکز کې د داعش په یو پټنځای باندې د یو برید خبر ورکړی و او ویلي و، چې په دغه برید کې د یوې ښځې په ګډون شپږ داعش وسله وال وژل شوي.

د طالبانو امنیه قوماندانۍ ویلي و، چې د داعش پر وسله والو دغه برید د هرات ښار په څلورمه امنیتي حوزه کې د "رباط کابلی‌ها" په سیمه کې ترسره شوي و.

XS
SM
MD
LG