د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د طالب وسله والو په موټر چاودنه شوې


تصویر د دغې پېښې نه دی
تصویر د دغې پېښې نه دی

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت وايي‌ چې د هغوی په یو رینجر موټر د سړک غاړې ماین چاودلی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستی وايي‌ چې په چاودنې کې دوه طالبان ژوبل شوي دي.

دا پېښه نن سه شنبه نومبر۲۳ (لیندۍ۲) د کابل کابل ښار دويمې امنيتي حوزې د «قوای مرکز» په سیمه کې شوې ده.

وایي ماین چسپکي و او په رینجر پسې نښلول شوی و. په ټولنیزو رسنیو کې د دغې پېښې ویدیو خپره شوې او ښودل کېږي چې د چاودنې په سیمه کې اور لګېدلی او لوګي پورته کیږي.

په تصویرونو کې ښکاري چې رنجر موټر هم زیانمن شوی دی.

لا د دغه برید مسئولیت چا په غاړه نه دی اخیستی. دا په تېرو څو ورځې کې پنځمه چاودنه ده چې د کابل په ښار کې کېږي. په تېرو چاودنو کې تر ډېره عام خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د داعش خراسان ډلې د دغو چاودنو مسئولیت منلی و. په همدې حال کې امریکا په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې د څو جګپوړو چارواکو او د یو مالي ملاتړ کوونکي چې دې ډلې ته د بهرنیو جنګیالیو په پیدا کولو کې مرسته کوي نومونه د نړیوالو ترهګرو په ځانګړي لیست کې شامل کړل.

د بهرنیو چارو وزارت پدې ځانګړې لیست کې د داعش-خراسان د څانګې د جګپوړي مشر ثناالله غفاري، سلطان عزیز اعظم او مولوي رجب نومونه وراضافه شوي.

XS
SM
MD
LG