د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې چاودنې ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې، داعش یې مسولیت منلی


چاودنه په دغه موټر شوی دی
چاودنه په دغه موټر شوی دی

په کابل ښار کې د چهارشنبې په ورځ نومبر ۱۷ (لړم۲۶) چاودنه شوې ده او ملکیانو ته یې زیان اړولی دی.

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي‌ چاودنه د ملکي خلکو په یو موټر شوې ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند سعید خوستي په خپل ټویټر کې لیکلي دي: «د کابل ښار ۱۳حوزې اړوند د نقاش په سیمه کې په یوه ټونس ډوله موټر کې چاودنه شوې چې یو تن ملکي کس وژل شوی او۶نور ټپيان شوي چې درې تنه ښځينه هم پکې دي.‌»

په همدې حال کې سیمه ایزو رسنیو په ښار کې د یوې بلې چاودنې خبر هم خپور کړی دی،‌ خو د طالبانو حکومت لا په دې اړه څه نه دي‌ ویلي.

د رویټرز خبري خبري اژانس وايي چې د داعش ډلې د ټیلیګرام په یو پيغام کې د داعش ډلې په افغانستان کې د دوو بریدونو مسولیت منلی دی.

دا په تېرو څو ورځو کې درېیمه چاودنه ده چې د کابل په ښار کې کیږي. څو ورځې مخکې هم په دشت برچې کې چاودنه وشوه چې یو «افغان خبریال» هم په کې ووژل شو.

د طالبانو له راتګ وروسته، د دا ډول بریدونو مسئولیت تر ډېره د داعش-خراسان ډلې منلی دی. تر دې مخکې یې د کابل د هوايي ډګر مخې ته په یو ځانمرګي برید کې څه باندې ۱۸۰افغانان او ۱۳امریکایي عسکر ووژل او بیا یې کندز او کندهار کې په جوماتونو کې هم د بریدونو مسئولیت په غاړه واخیست.

امریکایي چارواکو د داعش-خراسان ډلې د بریدونو په زیاتوالي او په افغانستان کې د القاعده ډلې په موجودیت اندېښنه ښودلې ده.

طالبانو ادعا کړې ده چې د داعش-خراسان په ضد یې عملیات کړي، لسګونه غړي یې وژلي او سلګونه یې نیولي دي.

XS
SM
MD
LG