د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه: د کابل د هوايي ډګر د امنیت په اړه لا نهايي پرېکړه نده شوې 


د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر
د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر

د ترکیې د دفاع وزیر خلوصي‌ اکار وايي د کابل د هوايي‌ ډګر د امنیت ساتلو لپاره د وړاندیز په اړه یې له یو شمېر هېوادونو سره خبرې کړي‌دي.

ښاغلي اکار نن جمعه جولای دویمه (چنګاښ۱۱) وویل چې په دې اړه«باید په ملګرو ملتونو او ناټو کې سیاسي پرېکړې او د افغانستان د حکومت سره یو تړون وشي».

نوموړي وویل چې ترکیې په دې برخه کې له بېلا بېلو هېوادونو څخه سیاسي، مالي او لوژیستکي مرستې غوښتي‌ دي.

د ترکیې د دفاع وزیر ټېنګار وکړ چې په دې اړه لا نهايي پرېکړه نه ده شوې خو د امریکا له متحدو ایالتونو سره خبرې روانې دي‌ او د ولسمشر رجب طیب اردوغان له تائید وروسته به دا پلان عملي کیږي.

څو اونۍ مخکې ترکیې د حامد کرزي‌ د نړیوال هوايي ډګر د چارو د پرمخ بیولو او د امنیت ساتلو وړاندیز وکړ. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان څه موده مخکې په بروکسل کې له ولسمشر جوبایډن سره هم په دې اړه خبرې وکړې.

له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل پیل شوي او ټاکل شوې دا بهیر د روان ۲۰۲۱ د سپتمبر په میاشت کې بشپړ شي. د ځواکونو له وتلو وروسته د کابل د هوايي ډګر د امنیت ساتلو مسئله ډېره مهمه بلل کیږي.

د ترکیې چارواکو مخکې ویلي وو چې غواړي‌ پاکستان او هنګري هم ورسره په دې برخه کې دخیل وي. ترکیه دا مهال په افغانستان کې ۵۰۰ سرتېري لري.

د ترکیې رسمي دولتي اژنس انادول د دفاع وزیر له خولې لیکلي دي که د ترکیې شرايط‌ ومنل شي،‌ دوی به د دغې پروژې عملي کولو ته غاړه کېږدي. د ترکیې چارواکو مخکې ویلي وو چې په دې اړه به له طالب چارواکو سره هم غږیږي.

XS
SM
MD
LG