د لاس رسي وړ اتصالات

کابل – جلال اباد لار د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه


: ارشیف - د کابل جلال اباد ترمنځ غزیدلې لار
: ارشیف - د کابل جلال اباد ترمنځ غزیدلې لار

د طالبانو د حکومت د ټولګټو وزارت وايي چې د کابل – جلال اباد لویه لار چې د شنبې د ورځې په مازیګر د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه اوس بیرته پرانیستل شوې ده.

ددغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د یکشنبې په ورځ مارچ لسم ( کب۲۰) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې دا لار د ماهیپر په سیمه کې د سړک د پورتنۍ برخې څخه لاندینۍ برخې ته د یو بار وړونکي موټر د چپه کیدو او د سړک لاندینۍ برخې ته د ډبرو د ښویدلو وروسته د شنبې په مازیګر بنده شوې وه.

ښاغلي حق شناس ویلي چې په دې پیښه کې د یوې ښځې او ماشوم په ګډون درې تنه مړه شوي او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ټولګټو وزارت ویاند وویل چې ددغه وزارت د کارکوونکو د هڅو په پایله کې دا لار بیرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوې ده.

د کابل – جلال اباد لویه لار په دې وروستیو کلنو کې په پرله پسې ډول د طبیعي پیښو په ځانګړي ډول د اورښت پر مهال د لارې په څو برخو کې د سیلابونو د راوتلو او د غره د ښوییدلود پیښو سره مخ شوې ده.

دا لار د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د وږي په میاشت کې هم د ماهیپر په سیمه کې د غره د یوې برخې د ښوییدو له امله د دوو اونیو لپاره د ترافیکو پرمخ تړلې وه.

کابل - جلال اباد لویه لاره د افغانستان د ټولو لویو لارو پرتله یوه مصروفه لار بلل کېږي، چې نه یوازې کابل د دغه هیواد څلورو ختیځو ولایتونو سره نښلوي، بلکې د افغانستان مرکز کابل د پاکستان د پیښور ښار او د کراچۍ د بندر سره هم نښلوي.

افغان او پاکستاني سوداګر دا لار د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره د کارولو سربیره دغه لار د پاکستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د هیوادونو سره د سوداګرۍ لپاره هم کاروي.

افغانستان په وچه کې پروت هیواد دی. د افغان سوداګرو او پانګوالو د معلوماتو له مخې کابل - جلال اباد لار د کراچۍ د بندر او منځنۍ اسیا د هیوادونو ترمنځ تر ټولو نورو لارو سمندر ته یوه نږدې لار ده، چې د همدې له امله افغان او پاکستاني سوداګر په دغه لار د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره کار اخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG