د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل په هوایي ډګر کې لا هم ګڼه ګوڼه زیاته ده 


د کابل د نړیوال هوایي ډګر مخ ته ګڼه ګوڼه
د کابل د نړیوال هوایي ډګر مخ ته ګڼه ګوڼه

په کابل باندې د طالبانو د حاکمیت په دوهمه ورځ هم د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر مخې ته د هغو کسانو ګڼه ګوڼه لیدل کیدله، چې بهرنیو هیوادونو ته د تللوهڅه کوي، خو د طالبانو د وسله والو له خوا یې مخ نیول کیږي.

نن د سه شنبې په ورځ د اګست ۱۷ (زمري ۲۶) طالبانو د هوايي ډګر مخ ته نظامي وسایط درولي وو او خلک یې د هوايي ډګر له دروازې لرې شړلي وو.

که څه هم نن هم د سلګونو کسانو د خواره واره کولو لپاره طالب وسله والو هوايي ډزې کولې خو د خلکو ګڼه ګوڼه د تیرې ورځې پرتله کمه وه.

د کابل د نړیوال هوايي ډګر مخې ته د خلکو ګڼه ګوڼه
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:21 0:00

یو شمیر هغو ځوانانو، چې وړمه شپه یې ځانونه هوايي ډکر ته رسولي وو او تیره شپه بیا د هوايي ډګر څخه بهر ایستل شوي وو، امریکا غږ ته وویل، چې هڅه یې کوله د قانوني اسنادو پرته د رامنځ ته شوي فرصت څخه په استفادې بهر ته لاړ شي. دغو ځوانانو ویل د افغانستان د تذکرې پرته هیڅ بل سند نلري.

هغوی په افغانستان کې بې ثباتې او بې کارې بهر ته د تللو د عمده عواملو په توګه یادول. نن هم ډیرې کورنۍ د هوايي ډګر د سړک غاړو ته په دې تمه ناستې وې چې که وکړای شي بهر ته لاړې شي.

د افغانستان پخواني جمهور رئیس حامد کرزي او د ملي مصالحې د عالي شورا رئیس او هم د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار ویلي، چې د طالبانو له لوړ پوړو استازو سره د خبرو لپاره دوحې ته ځي.

همداشان د سیمه ییزو رسنیو د راپورونو له مخې د طالبانو چارواکي ملا امیر خان متقي د دوشنبې په ورځ د دغو دریو شخصیتونو سره د راتلونکي نظام په اړه خبرې کړي دي، خو تراوسه د دغو خبرو پایلې نه دي په ډاګه شوي.

همداشان نن د تیرې ورځې په پرتله په ښار ګې ګڼه ګوڼه زیاته وه او یو شمیر سوداګرۍ پرانستې وې.

XS
SM
MD
LG