د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو پر دوام د بې پولې ډاکترانو ټینګار


په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو روغتون
په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو روغتون

په افغانستان کې د بې پولې ډاکترانو بنسټ (MSF) وايي، په کندهار، هرات، خوست، کونړ او هلمند ولایتونو کې خپلو روغتیايي فعالیتونو ته دوام ورکوي.

یاد بنسټ نن سې شنبه اګست ۱۷ (زمري ۲۶) ویلي: "موږ د اړمنو خلکو لپاره د خپلو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن یو،موږ یوازې په یوه ورځ په عاجل اطاق کې څه باندې ۶۰۰ ناروغانو ته مشورې ورکړي دي او ۴۵ اومیدوارو مېرمنو ته چې نوي ماشومان یې زېږولي دي مرسته رسولې ده."

بې پولې ډاکټرانو زیاته کړې چې اوس مهال په ټولو ولایتونو کې د دوی روغتونونه خلاص دي او هره ورځ د درملنې په هدف لسګونه ناروغان ورته مراجعه کوي.

دوی ټینګار کړی چې دغه بنسټ به د وروستیو جګړو له امله د ټپي شوو کسانو درملنې ته هم دوام ورکړي، یاد روغتیايي بنسټ په کندز ولایت کې د ټپيانو د درملنې لپاره د یوه نوي روغتیايي مرکز د رامنځته کولو خبر هم ورکړی او زیاته کړې ده چې د دغه مرکز د جوړلو کار په ۲۰۱۸ میلادي کال کې پيل شوی و.

د بې پولې ډاکټرانو بنسټ د معلوماتو په اساس په دغه روغتیايي مرکز کې به د وروستیو جګړو له امله د ټپي شوو کسانو درملنه کیږي.

په افغانستان کې د وروستیو جګړو له امله د ګڼو ملکي کسانو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شول.

تر دې مخکې د بې پولې ډاکترانو بنسټ هم د جګړې له ټولو اړخونو څخه غوښتي و چې د روغتیايي کار کوونکو او روغتیايي مرکزونو خوندیتوب ته پام وکړي.

پر کابل د طالبانو له حاکمیت څخه وروسته هغوی له دیپلوماتیکو او نورو بهرنیو خیره بنسټونو څخه وغوښتل چې په دغه هیواد کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سازمان هم په افغانستان کې پر روغتیايي مرکزونو د بریدونو او د روغتیايي کار کوونکو د تښتولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

XS
SM
MD
LG