د لاس رسي وړ اتصالات

کابل د هلمند د سولې د کاروان هرکلی کوي


د "هنرسالار" ډلې کابل ته د هلمند د سولې حرکت د غړو راتګ لپاره د دې ښار جنوبي دروازې د (ارغندې) سيمه کې د ښه راغلاست پیغام په یوه دیوال رسم کړی.

دغه ډله وايي غواړي هلمندیان په دې پوه شي چې کابل کې هم هغوی سره همفکره کسان شته او "د هغوی درد زموږ درد دی."

امید شریفی د (هنر سالار) تیم مشر وايي "تر ټولو کوچنی کار چې دوی ته کولی شو هغه دا دی چې دوی ته د ښه راغلاست پیغام ولرو. د دوی غوښتنه چې د جنګ درول دي د قدر وړ ده او باید ملاتړ یې وشي."

شریفی دا هم وايي "د دوی کار هندوستان کې د ماهاتما ګاندي حرکت سره پرتله کولی شو هغه حرکت چې په مالګې د ماليې لرې کېدلو غوښتنه وه. ګاندي به چې له هر کلي تېرېده خلک به ورسره یو ځای کېدل. ځینو هندوستانیانو او انګریزانو به پرې مسخرې کولې خو داسې وخت راغی چې د دوی حرکت مثبته نتیجه ورکړه او غوښتنې یې ومنل شوې. نن موږ هم هیله مند یو چې د هلمندیانو دا حرکت یوه ورځ مثبته پایله ولري."

د سولې د حرکت غړي اوس مهال کابل ته نږدې ولایت غزني ته رسېدلي او ښايي راتلونکې اونۍ کابل ته ورسیږی.

شریفی دا هم وايي چې د سولې د حرکت غړو راتګ ته یې ځينې نور چمتوالی هم نیولی. هغه وايي د کابل ښار په زړه کې چې هر چېرې د دوی استوګنې لپاره ځای وټاکه هلته به رسمونه ورته وکاږي.

د سولې د حرکت غړو د ثور په ۲۳ نېټه کابل په لور خپل مزل پیل کړ.

د دوی غوښتنې دا دي چې دولت او وسله وال طالبان دې په خپلو منځونو کې سوله وکړي او روانه جګړه دې پای ته ورسوي، ځکه د دوی په خبره روانې جګړې ډېر ځپلي.

کابل د هلمند د سولې د کاروان هرکلی کوی
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:47 0:00

دغه اعتراض په هلمند کې له روانو نا امنیو سرچینه اخېستې. وروسته له هغه چې په مارچ میاشتې کې د هلمند ولایت په لښکرګاه کې د لوبو یوه میدان ته څېرمه په یوه ځانمرګي برید کې ۱۶ ملکیان ووژل شول دوی د پرلت خېمې ودرولې او څو ورځې ورسته یې د نه خوړلو تحصن هم وکړ. پرلت کوونکو د طالبانو د نفوذ سیمې لکه موسی کلا ته د تګ نیت وکړ، خو طالبانو د منفي ځواب د ترلاسه کولو له کبله يې بیا د کابل پر لور خپل سفر پيل کړ.

د دوی په منځ کې یو داسې ځوان هم شامل دی چې پښې یې ژوبلې دي او امساوو باندې مزل کوي.

هغوی وايي د دوی غوښتنې د ولس هيلې دي.

XS
SM
MD
LG