د کابل په برید کې د موبي ګروپ اوه کارکوونکي ووژل شول او ۲۹ کسه ټپيان شوي دي.
برید د چهارشنبې په ورځ د مازدیګر په پنځو بجو د کابل د دارلامان په سیمې کې د روسیې سفارت ته نږدې وشو.
د کورنیو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي ویلي دي چې بریدکوونکی په یو موټر سایکل سپور و او هغه مهال یې برید وکړ چې د موبي ګروپ د شرکت د کابارا پروډګشن د کارکوونکو کاسټر ډوله بس د سیمې نه تیریدی.
کابارا پرودکشن د طلوع تلویزیون، لمر تلویزیون، ارمان راډیو او ارکوزیا راډیو په شان د موبي ګروپ د رسنیو د لوی شرکت برخه دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د عامه اړیکو او خپرونو رئیس محمد اسماعیل کاووسي امریکا غږ ته وویل چې ۶ مړي او ۲۹ ټپیان د پیښې له ځایه روغتون ته وړل شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت امریکا غږ ته وویل چې په وژلو شوو کسانو کې دوې ښځې هم شاملې دي. په ټپیان کې څلور یې د موبي ګروپ د رسنیو د شرکت کارکوونکي دي او نور یې عام خلګ دي.
ښاغلي کاووسي وویل چې په ټپیان کې د یوې ښځې صحي حالت یې ښه نه دی.
د طلوع تلویزیون په یو بیان کې راغلي چې «موږ دغه تروریستي بریدونه چې بیګناه افغانان پکښې وژل کیږي غندو. موږ د امنیتي ارګانونو او د حکومتي چارواکو څخه د برید په اړه تازه معلومات ته منتظر یو.»
طالبانو د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی دی. ادعا یې کړې چې برید د کابل ولایت یوه اوسیدونکي تر سره کړ. طالبانو تیر کال د طلوع او یک تلویزیونونو چلوونکي په مرګ وګواښول او دواړه رسنۍ یې د طالبانو ضد په خپرونو تورن کړل.
د برید غندنه
ولسمشر محمد اشرف غني برید غندلی او ویلي یې دي چې حکومت به د دغه راز بریدونو له عاملینو سره د سولې خبرې ونکړي.
اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د موبي ګروپ په کارکوونکو برید غندلی دی. هغه دغه برید یو «تروریستي او بزدلانه» برید ګنلی دی.
د برید نه وروسته، عبدالله عبدالله د ایمرجنسي روغتون ته ولاړ او هلته یې په پیښه کې د ټپي شوو کسانو پوښتنه وکړه.
سپینې ماڼۍ او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کابل برید په سختو ټکو غندلی دی او د قربانیانو د کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.
د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال مارک ټونر وویل چې «د مطبوعاتو آزادي د ډیموکراسۍ د اساساتو نه ده او د دغسې بریدونو باوجود کوم پرمختګ چې د افغانستان رسنیو په تیرو ۱۴ کلنو کې کړی دی دوام به ومومي.
په افغانستان کې د امریکا سفارت په خپرې شوې خبرپاڼې کې د چهارشنبې د ورځې برید غندلی دی. د امریکا سفارت په پيښې کې د قربانیانو د کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.
یوناما برید غندلی دی. په افغانستان کې د ملګروملتونو ماموریت په خپل ټویټر کې لیکلي دي برید غندي چې په کابل کې یې ملکیان وژلي او ټپیان کړي دي.
یوناما ویلي دي چې د رسنیو په کارکوونکو باندې د چهارشنبې د ورځې برید دوی سخت اندیښمن کړي دي.
د خبریالانو د حفاظت کمیټې د رسنیو په کارکوونکو باندې برید په کلکه غندلی دی. د دغې کمیټې د آسیا د برخې مسؤل باب ډیتس امریکاغږ ته وویل «داسې بریدونه، چې هدف یې په افغانستان کې د آزادو رسنیو ځپل دي، د افغان ډیموکراسۍ په بنیاد مستقیم برید دی.»
باب ډیتس وویل چې د افغانستان د حکومت نه غواړي چې هرڅه ژرتره چې وي د دغه جنایت عاملینو ته دې سزا ورکړي.
د خبریالانو د مصئونیت د کمیټې مسول، نجیب شریفي امریکا غږ ته وویل چې د کندز د پيښې نه وروسته طالبانو دا درک کړه چې خبریالان او رسني د دوی د جنګي ستراتیژی د عملي کیدو په لاره کې یو لوی خنډ دی.