د لاس رسي وړ اتصالات

د فضايي حریم کنټرول؛ د فرانسوي رادارونو لومړۍ جوپه کابل ته راورسېده


د رادارونو لومړۍ جوپه دفرانسې هیواد نه افغانستان ته را ورسیدله.
د رادارونو لومړۍ جوپه دفرانسې هیواد نه افغانستان ته را ورسیدله.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند اداره وايي چې د فرانسې هیواد د «تالیس فرانسوي شرکت» درې رادارونه کابل ته راورسېدل.

د یادې ادارې په وینا دغه فرانسوي رادارونه افغانستان ته راروان دي او تر ۲۰۲۳ کال پورې به د افغانستان په ۱۲ سیمو کې نصب شي.

د ملکي هوايي چلند ادارې ویاند محمد نعیم صالحي وايي چې دغه پروژه د ۱۱۲ میلیون یورو په ارزښت پلي کيږي.

د کابل هوايي ډګر
د کابل هوايي ډګر

ښاغلي صالحي نن شنبه جولاۍ ۱۷ (چنګاښ۲۶) امریکا غږ ته وویل "په راتلونکو دریو میاشتو کې دغه درې رادارونه کابل کې نصب کیږي او په ۲۰۲۲ کې به عملاً کار پیل کړي."

د ملکي هوايي چلند ادارې د معلوماتو پر بنسټ د رادارونو د عملي کار پیلېدو سره د افغانستان د هوايي حریم واک د دغه هیواد حکومت په واک کې کیږي.

د افغانستان د ملکي هوايي چلندارې پر خپلې فیسبوک پاڼې هم په دې اړه لیکلي:"د افغانستان د خپلواکو رادارونو د نصبولو تړون د ملکي هوايي چلند ادارې لخوا د ۱۱۲ ملیونه یورو په ارزښت د فرانسوي شرکت تالس سره لاسلیک شوی.

د افغانستان خپلواک رادارونه به د هیواد په ۱۲ برخو کې نصب شي او د افغانستان د فضا کنټرول به له صفر ټکي څخه تر ۴۵ زره فوټو پورې لوړ کړي ترڅو د افغانستان د فضا څارنه او کنټرول په لاس کې ولرو."

تالیس په فرانسې کې دولتي شرکت دی چې د هوايي پرمختګ ماشینونو په تولید کې وتلی نوم لري.

چارواکي وايي افغانستان ته یې جوړ کړي رادارونه کولی شي له صفري ټکي نه تر ۲۶ زره فیټو پورې لوړه فضا وڅاري.

XS
SM
MD
LG