د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کې په سو تغذیې د اخته ماشومانو شمیر زیات شوی


د میرویس په روغتون کې په سو تغذیې اخته بسترشوی ماشوم

د افغانستان روغتونونه او روغتیايي کارکونکي په داسې حال کې د ماشومانو د خوار ځواکۍ ( سو تغذیې) له زیاتېدونکي مشکل سره مبارزه کوي چې د دغه هیواد د خراب اقتصادي وضعیت له کبله په میلیونونو خلک د خپلې اړتیا وړ خوړو د اخیستو وس نه لري.

د کندهارښار د میرویس په روغتون کې بسترونه له هغو ماشومانو ډک دي چې په خوارځواکۍ ( سو تغذیې) اخته دي. ځینې دومره ډنګر شوي چې د بدن هډوکي یې له پوستکي لاندې ښکاري.

د دغه روغتون د ماشومانو د څانګې مشر ډاکټر محمد صادق د سکای ایټالیا ټلویزیوني شبکې ته وویل د اکټوبر په میاشت کې د تیرو نورو میاشتو په نسبت په روغتون کې د خوارځواکۍ له امله د بستر شویو ماشومانو شمیر دوه چنده شوی دی.

نړیواله مرستندویه موسسو د میرویس له روغتون سره د خوراکي توکو او درملو مرستې زیاتې کړېدي خو ډاکټر صادق وايي د خوار ځواکۍ د پېښو بیسارې زیاتېدا په دې مانا ده چې هغه درمل چې د شپږو میاشتو لپاره په پام کې نیول شوي و، اوس کفایت نه کوي او یواځې تر درې یا څلورو میاشتو پورې دوام کوي. هغه د اکټوبر په میاشت کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو دقیقه شمېره ونه ښودله.

د ډیرو افغانانو اقتصاد چې په کرکېله باندې بنا و د سختۍ وچکالۍ له امله زیانمن شوی دی، همدارنګه د طالبانو له خوا د قدرت له ترلاسه کولو وروسته د افغانستان د اقتصاد د سقوط له امله ډیر شمیر دولتي مامورینو څو میاشتني معاشو نه دي اخیستي او د خوراکي توکو بیې هم ډیرې لوړې شوې دي.

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) او د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق ( یونیسف) د اکټوبر د میاشتې په پیل کې خبرداری ورکړی و چې په سختۍ خوارځواکۍ اخته ۱ میلیون افغان ماشومان ښايي خپل ژوند له لاسه ورکړي که چیرې بیړنۍ درملنه یې ونه شي.

۱۴ میلیونه افغانان د خوراکي توګه له سخت کمښت سره مخامخ دي، د ډبلیو اف پي په وروستۍ سروې کې ویل شوي چې د ۹۵ په سلو کې کورنیو، میندي او پلرونه لږ خواړه خوري چې زیاته برخه یې خپلو ماشومانو ته وسپموي. دغه ادارې وايي د روان عیسوي کال تر پایه به له ۵ کلونو لاندې شاوخوا ۳.۲ میلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ رنځ وړي.

ډاکټر صادق وویل : "د اکټوبر په میاشت کې ځکه د میرویس روغتون ته په خوارځواکۍ زیات شمیر اخته ماشومان راوړل شول چې په افغانستان کې ۲۰ کلن جنګ پای ته ورسېده او د کندهار د لرې پرتو او اطرافي سیمو خلک اوس کولی شي چې خپل ماشومان مرکز ته د درملنې لپاره راوړي."

XS
SM
MD
LG