د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو له راتګ وروسته له چابهار هند ته افغان صادرات بند شوي


د چابهار بندر
د چابهار بندر

یو شمېر افغان سوداګر او پانګوال وايي چې د نږدې دریو میاشتو راهیسې د ایران د چابهاربندر له لارې هندوستان ته د افغان توکو صادرات بند شوي دي.

وايی له دې امله یوه اندازه مالونه، چې له وړاندې د افغانستان څخه دغه بندر ته هند ته د صادراتو لپاره استول شوي وو، لا هم په چابهار کې بند دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې مرستیال خان جان الکوزی وايي چې د چابهار څخه هندوستان ته د افغان توکو صادرات په افغانستان کې د طالبانو واک ته د رسیدلو وروسته بند شوي، خو د هند او پاکستان ترمنځ د واګې بندر له لارې لا هم افغان سوداګر خپل توکي هندوستان ته صادروي.

ښاغلي الکوزي وویل: «هندوستان سره زمونږ رفت او امد، هوايي او زمیني او د ترانزیتي توکو لیږد هم بند شوی، په دغه اساس یو څه مشکل پیښ شوی دی. که څه هم د واګې له لارې زمونږ مالونه هندوستان ته ځي، خو ډیر کم ځي. د چابهار له لارې هم یو مشکل و، چې دوې کښتۍ رالیږلې اوس د یو مشکل سره مخ دی مونږ هڅه کوو چې دا ستونزه هواره کړو. د واګې له لارې زمونږ تازه او وچه میوه ځي هندوستان ته.»

د نوا شیوا بندر کې د هیروینو نیول

په وروستیو اونیو کې هندي رسنیو د هندوستان د «نوا شیوا» بندر کې چې د چابهار څخه کښتۍ ورته ورځي د تخنیکي ستونزو یادونه کړې ده.

خو الجزیرې تلویزیوني شبکې د یو راپور له مخې د اکتوبر په ۱۲ د «اداني« بندرونو په نوم د هندي کښتیو د مالونو د لیږد یو هندي ګروپ اعلان کړی و چې د نومبر د میاشتې له ۱۵وروسته به نور د افغانستان، ایران او پاکستان څخه کارګو مالونه ښکته او انتقال نکړي.

دغه ګروپ تېره میاشت د ګجرات په ایالت کې د موندرا په بندر کې د دریو ټنو هیروینو د نیولو وروسته دا اعلان کړی و. دغه ګروپ شک ښودلی و چې هیروین له افغانستان څخه هندوستان ته قاچاق شوي دي.

خو افغان سوداګر او پانګوال له افغانستان څخه د چابهار بندر له لارېه ندوستان ته د افغان توکو د انتقال بندېدل د «نوا شیوا»په بندر کې د تخنیکي ستونزو له امله ګڼي.

د افغانستان مخکني حکومت د هندوستان حکومت سره د غنمو او نورو اړتیا وړ موادو مرستې د چابهار بندر له لارې کولې چې دغه بندر ته د رسیدلو وروسته به دا مرستې په موټرو کې د نیمروز ولایت له لارې افغانستان ته راوړل کیدلې چې افغان سوداګرو او پانګوالو به هم خپل تولیدات د دغه بندر له لارې هندوستان ته استول.

د هندوستان سربیره افغان سوداګر د متحده عربي اماراتو څخه د تیلو په ګډون ځینېتوکي هم د دغه بندر له لارې افغانستان ته واردوي.

سیاسي انګیزې

د سیاسي چارو ځینې کارپوهان په دې نظر دي چې په دغه بندر له افغانستان څخه د صادراتو بندیدل تر ډیره د سیاسي ملاحظاتو په اساس دي.

د سیاسي چارو یو کارپوه وحیدالله غازي خېل وايي چې اصلآ د طالبانو د «اسلامي امارت» او د ایران ترمنځ اړیکې ډیرې ښې نه دي او ایران هم په افغانستان کې د طالبانو د اسلامي امارت په راتګ خوښ نه دی.

ښاغلي غازي خېل وویل: «د افغانستان او هند سره به چې کوم تجارت کیده نو تر ډېره د چابهار له لارې کیده. د کراچۍ له لارې به وخت ناوخت ستونزې پیدا کیدلې او پاکستان هم ډیر علاقمند نه و چې هندي مالونو ته اجازه ورکړي. نو زه فکر نه کوم ، چې دا دې تخنیکي ستونزه وي او دا یوه سیاسي ستونزه په دې ده چې د ایران او افغانستان اړیکې ښې نه دي. تاسو پوهیږئ، چې ایران د ټولشموله حکومت غوښتنه کوي او هغه کسان چې دوی ورسره خواخوږي لري او یا هغه ډلې اوس په نوي نظام کې شتون نلري نو هغوی هم هرڅه ته له سیاسي اړخه ګوري.»

ایران تر ډیره د چابهار بندر د افغانستان او منځنۍ اسیا هیوادونو لپاره چې په وچه کې بند هیوادونه دي جوړ کړی دی.

د افغانستان مخکني حکومت د ۲۰۱۷ د اکتوبر په میاشت کې عملآ د دغه بندر څخه د هندوستان او افغانستان ترمنځ د راکړې ورکړې لپاره کار اخیستل پیل کړي وو.

ایران تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو په تېرو کلنو کې د ایران حکومت افغان سوداګر او پانګوال د چابهار بندر څخه کار اخیستلو ته هڅول او یو شمیر سوداګرو او پانګوالو ته یې د سوداګریزو چارو او ګودامونو لپاره ځمکې هم په دغه بندر کې په ټیټه بیه ورکړې وې.

طالبان د اګست په ۱۵ کابل ته ننوتل او تر دې دمه د نړۍ هېڅ هېواد یې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG