د لاس رسي وړ اتصالات

د قزاقستان حکومت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې نژدي ۱۷۰۰ کسان نیولي


د قزاقستان مقاماتو د چهارشنبې په ورځ جنورۍ ۱۲ (مرغومي ۲۲) وویل چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې یې نور ۱۶۷۸تنه په تاوتریخوالیو کې د برخې اخیستلو په تور نیولي دي.

ددې هیواد د تیرې اونۍ له تاوتریخوالي ډک اعتراضونه د پخواني شوروي اتحاد څخه د قزاقستان د خپلواکۍ د اخیستلو راهیسې تر ټولو سخته ناارامي ګڼل شوې ده.

د قراقستان په مرکز الماتای ښار کې چې په تاوتریخوالي کې زیات ځپل شوی، ددغو اضافي کسانو په نیولو سره پدې هیواد کې د ټولو بندي شویو کسانو شمیر نژدې ۱۲زرو تنو ته ورسید.

د رپوټونو له مخې ددغه عامه ناارامۍ او په پولیسو او د قانون په پلي کوونکو باندې د بریدونو په تړاو څه دپاسه ۳۰۰ جنایي تحقیقات پیل شوي دي.

د تیلو او ګازو د منځنۍ اسیا پدغه بډای هیواد کې چې ۱۹میلیون وګړي لري، د تیلو د بیې د لوړیدو په وجه مظاهرې د جنورۍ په دوهمه پیل او په بیړه ټول هیواد ته پراخې شوې؛ کوم اعتراضونه چې ددې هیواد د «مطلقه او استبدادي حکومت» په وړاندې عامه نارضایتي څرګندوي.

د قزاقستان حکومت د اعتراضونو د خاموشه کولو لپاره د تیلو بیې د ۱۸۰ ورځو لپاره راټیټې کړې، کابینې استعفا وکړه او د ددې هیواد د پخواني اوږدمهاله واکمن نور سلطان نظربایف د خپل نفوذ لرونکي مقام د هیواد د ملي امنیت د مشرۍ څخه لرې کړای شو. خو بیا هم د څو ورځو لپاره مظاهرې قهرجنې وې او یو شمیر ملیکان او پولیس کې ووژل شول.

د قزاقستان ولسمشر قاسم جومارت تقایف د اعتراضونو پړه په هغو «ترهګرو» واچوله چې په وینا یې له بهر څخه یې ملاتړ کیده او د روسیې په مشرۍ د ډله امنیتي تړون له سازمان څخه یې مرسته وغوښتله. دغه سازمان قزاقستان ته د ۲۵۰۰ سرتیرو د استلو پریکړه وکړه.

ښاغلي تقایف د سه شنبې په ورځ وویل چې دغه ځواکونه به په روانه اونۍ کې پداسې حال کې ددې هیواد څخه بیرته وتل پیل کړي چې هغوی خپل ماموریت سرته ورساوه او په هیواد کې حالات نورمال شول.

په همدې حال کې متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ جنوري په مسکو غږ وکړ چې له هغه هېواد څخه د روسي پوځیانو د ایستلو په اړه د قزاقستان په غوښتنېژر عمل وکړي.

XS
SM
MD
LG