د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ژر له قزاقستان څخه د روسي پوځیانو وتلو ته هیله منه ده 


متحدو ایالتونو د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۱ (مرغومي ۲۱) پر مسکو غږ وکړ چې له هغه هېواد څخه د روسي پوځیانو د ایستلو په اړه د قزاقستان په غوښتنه ژر عمل وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس ویلي دي چې واشنګټن د مرکزي آسیا په دې هېواد کې د حالت د نورمال کیدو هرکلی کوي.

په قزاقستان کې د نفتي موادو د بیې د لوړیدو په غبرګون کې پراخې مظاهرې وشوې او د هغه هېواد جمهور رئیس قاسم جومارت توقایوف پر مظاهره کوونکو د ډزو امر وکړ.

نډ پرایس خبریالانو ته وویل: "موږ همدارنګه د جمهور رئیس توقایوف له اعلان څخه چې ویلي د جمعي‌ امنیت تړون د سازمان سوله ساتو ځواکونو خپل ماموریت پای ته رسولی، هرکلی کوو."

ښاغلي پرایس زیاته کړه: "تر هغه چې د جمعي امنیت د تړون سوله ساتې ځواکونه وځي، موږ به د جمعي امنیت د تړون سازمان پر ټولو سوله ساتو ځواکونو غږ کوو چې نړیوالو بشري حقونو ته درناوی وکړي او لکه څنګه چې د قزاقستان حکومت غوښتنه کړې، له قزاقستان څخه د ژر وتلو په اړه په خپل تعهد ودریږي."

د قزاقستان جمهور رئیس د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د روسیې په مشري د جمعي امنیت تړون د سوله ساتو ځواکونو د وتلو پروسه به تر راتلونکو دوو ورځو پیل او تر لسو ورځو به بشپړه شي.

نوموړي په یوې وینا کې چې د هغه هیواد د پخواني رهبر نور سلطان نظربایوف نږدې بدای خپلوان په نښه کړل وویل چې د روسیې په مشرۍ ځواکونه به په هغه هیواد کې د ثبات تر ټینګولو وروسته، په راتلونکو دوو ورځو کې د وتلو بهیر پیل کړي.

رویټرز لیکلي چي توقایوف د هغه څه له ځپلو وروسته چې نوموړي د کودتا لپاره هڅه بللې، د خپل هیواد پارلمان ته په یوې ویډیویي وینا کې د اسماعلیوف په مشرۍ خپله نوې کابینه هم اعلان کړېده.

خو د روسیې دفاع وزیر سرګي شیګو ویلي ځواکونه به هغه مهال وځي څو چې په هغه هیواد کې حالت په بشپړ ډول نه وي باثباته شوی.

په داسې حال کې چې واشنګټن او مسکو د اوکراین په پوله کې د روسیي پوځیانو د ځای پرځای کیدو په اړه جنجال لري، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن تیره اوونۍ وروسته له هغه مسکو په غصه کړ چې په روښانه یې خبرداری ورکړ روسیه هیواد غواړي خپل نفوذ پراخ کړي.

ښاغلي بلینکن وویل:"یووار چې روسان ستاسې کور ته داخل شي، ځیني وختونه دا ډیره ستونزمنه ده چې هغوی وباسې."

XS
SM
MD
LG