د لاس رسي وړ اتصالات

توقایف: افغان اورپکي هم د قزاقستان د تاوتریخوالي تر شا وو


د قزاقستان ولسمشر وايي چې کودتا یې ماته کړه
د قزاقستان ولسمشر وايي چې کودتا یې ماته کړه

د قزاقستان جمهوري ریاست نن دوشنبه جنوري لسمه (مرغومې۲۰) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د افغانستان،‌ مرکزي اسیا او منځني ختیځ بهرني اورپکي هم د هغه هېواد د تېرې اونۍ د تاوتریخوالي تر شا وو.

په اعلامیې کې راغلي دي چې دا تاوتریخوالي «تنظیم شوي» وو. په اعلامیې کې په مشخص ډول ویل شوي نه دي چې د افغانستان څخه کومې ډلې او کوم افراد په دغه تاوتریخوالي کې دخیل وو.

تر دې دمه د طالبانو حکومت، چې په افغانستان کې حاکم دی،‌ په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د روسیې ولسمشر ولادي میرپوتین ویلي وو چې د داعش ډلې د افغانستان په شمال کې فعاله ده او غواړي د کډوالو په جامه کې منځنۍ اسیا ته داخل او نا امني وکړي.

د کودتا هڅه

د قزاقستان ولسمشر قاسم جمارت تقایف وايي چې هېواد یې د تېرې اونۍ د تاریخي تاوتریخوالي په ترڅ کې «کودتا» ته ماتې ورکړه.

نوموړي نن ټېنګار وکړ چې قزاقستان ته د روسیې تللي عسکر به ژر بېرته «کور» ته ستانه شي.

د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین د پخواني شوروي‌ اتحاد د ځینو هېوادونو د مشرانو په یوې ویدیويي غونډه کې چې اوس په یو امنیتي‌ ایتلاف کې ګډ دي،‌ دا خبره تائید کړه څومره ژر چې ماموریت یې ختم شي،‌ بېرته ستنیږي.

داسې ښکاري چې قزاقستان په الماتي ښار کې ژوند بېرته عادي بڼې ته ورګرځېدلی دی او انټرنټ هم بیرته فعال شوی دی.

ښاغلي تقایف په دغه ویدويي کنفرانس کې وویل چې «وسله والو اورپکو» د مظاهرو په پلمه د واک ترلاسه کولو هڅه وکړه.

هغه وویل: «هدف څرګند و: د اساسي‌ قانوني کمزوري کول، د حکومتي‌ تاسیساتو ویجاړول او د واک ترلاسه کول. دا د کودتا یوه هڅه وه.»

د قزاقستان ولسمشر د مسکو په مشرۍ د ګډ امنیتي تړون سازمان څخه د مرستې غوښتنه وکړه چې تاوتریخوالی او مظاهرې کابو کړې. دا مظاهرې د تیلو د بیو د لوړېدو په ضد پیل شوې وې.

ګډ امنیتي تړون سازمان ۲۰۰۰ عسکر او ۲۵۰ پوځي وسایل قزاقستان ته واستول.‌ په دغه تاتریخوالي کې شاوخوا ۱۶۴ تنه وژل شوي او د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې شاوخوا ۸۰۰۰ کسان نیول شوي چې ترې پوښتنې او تحقیقات کیږي.

د شنبې په ورځ د قزاقستان د امنیت رئیس د خیانت په تور ونیول شو.د رپوټونو له مخې پخوانی صدراعظم او د پخواني ولسمشر نور سلطان نظربایف نژدې متحد کریم ماسمیوف هم د خیانت په تور نیول شوی.

څیړونکي وایي ددغو نیونو څخه ښکاري چې پدې هیواد کې د واک په سر مبارزه هم روانه ده. قزاقستان ۱۹میلیون نفوس لري او د انرژۍ منابعو بډای هیواد دی.

XS
SM
MD
LG