د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو ښځو ته د موټر چلولو د جوازونو ورکول بند کړي


یوه افغانه موټر چلوونکې
یوه افغانه موټر چلوونکې

د افغانستان په هرات ولایت کې یو شمېر ښځینه موټر چلوونکو او د ښځو د حقونو ځینو فعالانو ویلي دي چې طالبانو د موټر چلوونې ادارو ته لارښوونه کړې چې ښځو ته دې د موټر چلولو لایسنس توزیع نکړي.

د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله د هرات ولایت د ښځو لپاره د تعلیم، کار او نورو چارو کې د مشارکت په برخه کې ښه ګڼل کېږي، خو اوس داسې ښکاري چې طالبان له دوی څخه دا حقونه اخلي.

په هرات کې د «افغان خویندو او وروڼو د موټر چلولو د زده کړو مرکز» مشر جلال الدین سعادت امریکا غږ ته وویل چې «موږ ته په شفاهي ډول ویل شوي‌دي چې د ښځو د موټر چلوولو دا پروسه وځنډوو».

نوموړي وویل چې د ترافیکو ریاست ښځو ته د موټر چلولو د فورمو وېشل هم بند کړي دي.

په هرات کې د ترافیکو د مدیریت د تعلیم او تربیې د برخې مشر خان اغا اڅکزي،‌ چې انستیتوت یې د موټر چلوونې کورسونه څاري، د فرانس خبري اژانس ته ویلي دي: «[طالبانو] موږ ته په شفاهي ډول ویلي دي چې ښځو ته د لایسنس ورکول بند کړو.. خو په ښار کې یې د ښځو د موټر چلولو د بندولو په اړه لارښوونه نه ده کړې.»

د موټر چلوونې د زده کړو د یو انستیتوت مشره عادله عدیل وايي چې طالبان غواړي په اینده کې ښځې هغه فرصتونه ونلري چې د هغوی میندو لرل. نوموړې وویل: «موږ ته ویل شوي چې نه لایسنس ورکړو او نه یې صادر کړو.»

په همدې حال کې ځينې ښځې د طالبانو دا کار غندي او په دې برخه کې د ښځو د حقونو کلکه دفاع کوي.

شیما وفا چې په خپله موټر چلوي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «ما په خپله طالبانو ته وویل چې د ټکسيوان تر ‌څنګ د ناستې په ځای په خپله چې موټر چلوم ډېره د ارامتیا احساس کوم. زه باید د دې جوګه شم چې ورور او مېړه ته له انتظار کولو پرته د خپلې کورنۍ غړي [که اړتیا پیدا شوه] ډاکټر ته بوځم.»

فرشته یعقوبي له څو کلونو راهېسې په خپله موټر چلوي. هغه هم د طالبانو له دې پرېکړې سره مخالفه ده او وايي چې په موټرونو یې «لیکلي نه وي چې دا د ښځو دی ا و دا د نارینوو دی. حقیقت دا دی چې که ښځه په خپله موټر وچلوي، ډېره به مصونه وي».

په همدې حال کې په هرات کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ مشر نعیم الحق حقاني ویلي دي چې د ښځو د موټر چلوونې د ممانعت په اړه لا کوم‌ مکتوب صادر شوی نه دی.

خو طالبان معمولآ، ځینې مسائیل په شفاهي‌ ډول وايي او د مکتوبونو له صادرولو او خپرولو ډېر کله ډډه کوي. مګر په کابل کې د «مموزي» موټر چلولو اداره وايي چې طالبانو په شفاهي او لیکلي ډول دوی ته لا په دې اړه څه نه دي ویلي. هغه امریکا غږ ته وویل چې اوس هم څلور پنځه ښځې/نجونې له دوی سره موټر زده کوي.

طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ په افغانستان کې بیا واکمن شول. دوی تر شپږم ټولګي ورپورته د نجونو ښوونځي تړلي او په کار، سیاست او نورو ټولنیزو فعالیتونو کې یې د ښځو مشارکت بند کړی دی.

زینب محسني چې د موټر د لایسننس اخیستلو لپاره یې عریضه کړې ده وايي: «طالبان ورو ورو په ښځو باندې محدودیتونه زیاتوي.»

د مخکني حکومت د چارواکو د معلوماتو په اساس په افغانستان ګڼو ښځو په هرات،‌ کابل،‌مزار او نورو ولایتون وکې د موټر چلولو جوازونه اخیستي وو او موټرونه یې چلول.

XS
SM
MD
LG