د لاس رسي وړ اتصالات

د خیسور 'د حیات خان ماما' ووژل شو


د پښتون تحفظ تحریک یو مشر محسن داوړ په خپل ټویټر لیکلي دي چې په خیسور کې د هغه ماشوم حیات خان ماما وژل شویدی چې دوه اونۍ مخکې یې په پوځ تور لگولی و چې کور ته یې دننه ورځي

محسن داوړ د حیات خان د ماما وژل په خپل ټویټر غندلي دي او وایي چې د هغه په اوسني وخت کې قتل شکونه پاروي.

محسن داوړ لیکي:

"د شمالي وزیرستان په خیسور کې د حیات خان د ماما مټورکی وژنه غندو. دا د غندلو وړ عمل پداسې وخت کې کیږي چې په دغه سیمه کې پوځ په لوړه کچه موجودیت لري. د ډی قتل وخت نور شکونه پیدا کوي. پکار ده تحقیقات وشي."

حیات خان یوه ویډیو په پاکستان کې د هغې نه وروسته سخت بحثونه وپارول چې هغه پکې وویل د پاکستان د پوځیان یې کور ته پرته د اجازې ورځي.

د حیات خان مور هم دغه تورونه تکرار کړي و خو د حیات خان ماما مټورکي په یوې ویډیو کې د خپل خور او خوریې د تورونو برعکس د پوځ دفاع کړي وه.

XS
SM
MD
LG