د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد له مختلفو مدني بنسټونو سره د افغان سولې په تړاو خبرې کړي


خلیلزاد کابل ته د سفر پرمهال له ولسمشر غني سره هم د سولې په اړه خبرې کړي دي
خلیلزاد کابل ته د سفر پرمهال له ولسمشر غني سره هم د سولې په اړه خبرې کړي دي

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان چارواکو سره له کتنو وروسته په کابل کې له مختلفو مدني ډلو سره هم د افغان سولې په تړاو خبرې کړې دي.

ښاغلي خلیلزاد په خپل ټویټر کې لیکلي چې د افغانستان د سولې په پروسه کې د مدني ټولنې د استازو د دوامداره ګډون لپاره یې دا خبرې پیل کړې دي.

نوموړي ویلي چې تیره ورځ اپرېل ۱۰ (وري ۲۱) یې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له مشرې سره په دې اړه خبرې کړې دي "ترڅو د سولې په پروسه کې د ټولو افغانانو د بشري حقونو د تضمین په تړاو د هغې د لیدلوري په اړه پوه شم".

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې شهرزاد اکبر دا لیدنه چې په انلاین بڼه ترسره شوې ښه ارزولې ده.

هغې په خپل ټویټر کې لیکلي چې د له ښاغلي خلیلزاد سره یې د سولې په بهیر کې د تلپاتې نتایجو د ترلاسه کولو لپاره د یوې جامع تګلارې په رامنځ ته کولو، د ښځو ګډون، د قربانیانو حقونو خوندیتوب او د بشري حقونو د مرکزیت په اړه خبرې کړې دي.

اغلې اکبر له دې وړاندې د سولې په پروسه کې په ځانګړي ډول د ترکیې د غونډې په غونډې انتقاد کړی و او ویلي و چې په دې غونډه کې د "نارینه سیاسي مشرانو ګډون د بریا فورمول نه دی او په ټیټه کچه د ښځو ګډون د منلو نه دی".

شهرزاد اکبر دغه راز ویلي و د مدني ټولنې او د ښځو د حقونو د دفاع بنسټونه په دې غونډه کې څنګ ته شوې دي.

همدا شان ښاغلي خلیلزاد د افغان ځوانانو له یو شمیر استازو سره هم د هغوی د ټولنیزو ستونزو او د سولې په پروسه کې د ځوانانو د ونډې په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان د روغې جوړې لپاره د امریکا ځانګړي استازي له دې وړاندې له جمهور رئیس محمداشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا له رئیس عبدالله عبدالله سره د سولې په خبرو کې د شویو پرمختګونو په ځانګړي ډول د ترکیې د غونډې لپاره په چمتوالي باندې غږېدلی دی.

ټاکل شوې چې د افغانستان د راتلونکي په اړه د ترکیې غونډه په روانه اونۍ کې جوړه شي. ترکي چارواکو دا غونډه د دوحې د مذاکراتو بشپړونکې بللې ده.

له دې وړاندې داسې راپورونه ورکړل شوي و چې د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د سولې په اړه خپله طرحه د ترکیې په غونډه کې وړاندې کړي. د اساسي قانون ساتنه، انتخابات، د سولې حکومت او د لویې جرګې رابلل د دغې طرحې مهم ټکي دي.

XS
SM
MD
LG