د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد پر افغان سولې د چین او روسیې له استازو سره گوري


زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد د چین او روسیې د استازو سره د افغانستان د سولې د پروسې په اړه ملاقات کوي

د امریکا د بهرنو چارو وزارت یوه اعلامیه وایي چې زلمی خلیلزاد به نن او سبا یعني د مارچ په ٢١ او ٢٢ نیټه د افغانستان لپاره د روسیې د سفیر ضمیر کابلوف او د چین د سفیر ډنگ زیجن کوربتوب وکړي او د افغانستان د سولې په پروسې به ورسره وغږیږي.

په دغه غونډه کې د چین او روسیې د استازو برسیره د اروپايي اتحاد خاص استازی رونالډ کوبیا هم گډون کوي.

د استازو دغه ملاقات کې به د افغانستان د سولې د پروسې سره د نړیوالې ټولنې په مرستو خبرې وشي او دا چې دغه ټولې خواوې څنگه په خبرو کې د پرمختگ او د دغې اوږد مهالې جگړې د ختمولو لپاره خپله برخه رول لوبولی شي.

د یادونې وړ ده چې د ښاغلي خلیلزاد او د افغانستان لپاره د روسیې د ځانگړي استازي ترمنځ یو ملاقات په انقره کې د روسیې په سفارت کې شوې و، خو د دغې غونډې په هکله هیڅ ډول جزیات د رسنیو سره نه و شریک شوي.

زلمی خلیلزاد په داسې وخت کې د روسیې، چین او اورپایي اتحاد د مشرانو سره دغه غونډه کوي چې امریکا د حمدالله محب په اړه ویلي دي چې نور د هغه سره معامله نه کوي.

د امریکا د حمدالله محب سره اړیکې وروسته تر هغه ترینګلې شوې چې ښاغلي محب تېره اونۍ واشنګټن ته په خپل سفر کې له خبریالانو سره خبرو کې وویل، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له طالبانو سره خبرو کې د واک تر لاسه کولو په لټه کې دی.

د محب د نیوکو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل چې هغه یې په دې اړه بهرنیو چارو وزارت ته غوښتي او د خلیلزاد په اړه یې د نوموړي څرګندوني رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG