د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل- واشنګټن له ناندریو وروسته خلیلزاد له رحماني سره کتلي


د کابل- واشنګټن له ناندریو وروسته، خلیلزاد له رحماني سره کتلي
د کابل- واشنګټن له ناندریو وروسته، خلیلزاد له رحماني سره کتلي

د کابل او واشنګټن ترمنځ تر ناندریو وروسته، د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په واشنګټن د افغانستان له سفیرې سره د لیدنې پرمهال ویلي چې د افغان سولې پروسه له پېچلتیا ډکه ده.

ښاغلي خلیلزاد پر خپل ټوېټر لیکلي چې د امریکا لپاره د افغانستان له سفیرې رویا رحماني سره یې د افغان سولې پر بهیر او په دې اړه پر راتلونکو اقداماتو باندې خبرې کړي دي.

ښاغلي خلیلزاد ویلي: "ما د لومړي ځل لپاره په واشنګټن کې د افغانستان د سفیرې رویا رحماني سره وکتل، موږ د سولې پر بهیر او په دې برخه کې پر راتلونکو اقداماتو خبرې وکړې،دغه لار چې موږ ورباندې ځو نه مستقیمه ده او نه هم اسانه ده، د دې لپاره چې په سمه لار ولاړ شو دا ډېره زیاته موهمه ده چې موږ یو ځای پردې لاره مزل ته دوام ورکړو."

دا په روانه میاشت کې په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د مخامخ پنځم پړاو ۱۶ ورځنیو خبرو وروسته لومړنی افغانۍ ډیپلوماټه ده چې ښاغلی خلیلزاد وسره ګوري.

د افغان سولې په اړه د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او طالبانو ترمنځ قطر کې پنځم پړاو مذاکرات د روانې جنورۍ میاشتې پر ۱۲مه پر یوې مسودې باندې په توافق سره پای ته ورسېدل.

ښاغلي خلیلزاد یادو خبرو تر پای ته رسېدو وروسته وویل، چې"سوله د څلورو مسایلو په اړه توافق ته اړتیا لري، د ترهګرۍ د مخنیوي په اړه ډاډ، د ځواکونو وتل، بین الافغاني-مذاکرات او هر اړخیز اوربند".

محب: خلیلزاد په افغانستان کې د واک تر لاسه کولو په لټه کې دی

امریکا له حمدالله محب سره کار کولو ته لېوالتیا نه‌لري ـ رویټرز

محب له افغانستان سره د امریکا 'له پیرزوینې ډک' ملاتړ درناوی وکړ

که څه هم افغان چارواکو په لومړیو کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ پنځم پړاو خبرو کې د پرمختګونو په اړه خوشبیني ښودل، خو څو ورځې وروسته د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب پر ښاغلي خلیلزاد په تندو انتقادونو سره وویل چې نوموړی له طالبانو سره خبرو کې د واک تر لاسه کولو په لټه کې دی.

محب چې په واشنګټن کې له خبریالانو سره خبرې کې همدارنه ویلي و چې د سولې روانو مذارکراتو کې رونټیا شتون نه‌لري او زیاته کړې وه چې خلیلزاد د یادو خبرو په اړه له افغان حکومت سره مشوره نه کوي.

حمدالله محب
حمدالله محب

محب ویلي و:"موږ «د دغو مذاکراتو» په اړه ډېر لږ معلومات لاسته راوړو... تر ټولو وروستي کسان چې د دغو خبرو په اړه خبرېږي موږ یو«د افغانستان حکومت»"

د محب تر څرګندونو وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې هغه یې دغه وزارت ته غوښتی او پر خلیلزاد یې د نوموړي انتقادنه رد کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ رویټرز خبري اژانس د امریکا په دولت کې د یو شمېر سرچینو په حواله راپور ورکړ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډیود هیل ولسمشر محمد اشرف غني‌ ته ویلي چې امریکايي چارواکي له ښاغلي محب سره کار کولو ته لېوالتیا نه‌لري.

خو خپله په رسمي ډول امریکايي چارواکو او افغان حکومت په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

په ټولنیزو رسنیو د ښاغلي د محب د استعفا د اوازو په اړه تېره ورځ د ملي امنیت شورا ویاند طارق پر خپل ټوېټر پاڼه ولیکل، چې د «محب د استعفا په اړه خبررونه حقیقت نه لري»

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلی محب نن چهارشنبه د نیالیګو کېنولو په مراسمو کې د ولسمشر غني ترڅنګ ولاړ و.

XS
SM
MD
LG