د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: د خارجي سیاست په اړه بحث احساساتي او سلیقوي نه دی


د افغان حکومت اجرائیه رئيس وايي، د افغان ولس، افغان حکومت او امریکا ترمنځ په هغه اندازه بې باوري هم نشته لکه څنګه چې ویل کېږي، د افغانانو او افغان حکومت په غیاب کې یو ډول توطیه روانه وي.

عبدالله عبدالله د یکشنبې په ورځ د کب پر ۲۶مه په کابل کې د مېرمنو د ظرفیت لوړولو په اړه غونډه کې وویل چې د افغانستان د خارجي‌ سیاست په اړه بحث د افغانستان له ملي ګټو څخه دی او په دې اړه احساساتي، سلیقوي، او دا چې د افغانستان د خلکو قربانۍ له پامه وغورځول شي نه دی.

نوموړي زیاته کړه چې افغانان باید په دې اړه اندېښنه ونه لري چې له امریکا سره زموږ د« افغانستان» اړیکې خرابېږي.

هغه وویل چې د افغانستان ملي ګټو په کتو له نړیوالۍ ټولنې سره زموږ اړیکې له لومړیتوبونو څخه دي او زیاته یې کړه چې افغانستان په داسې ځای کې نه دی چې له نړیوالې ټولنې سره خپلې اړیکې خرابې کړي.

هغه وویل:"په هېڅ ډول زموږ بهرني مناسبات اماتور بحث نه دی، او نه کېدای شي، شخصي بحث هم نشي کېدای، د یو او دوو کاندیدانو بحث هم نشي کېدای،بلکې په دې برخه کې زموږ د ملي ګټو بحث دی... موږ په داسې یو حالت کې نه یو چې خپلې اړیکې له نړیوالې ټولنې سره خرابې کړو."

عبدالله عبدالله که څه هم په دې اړه په څرګندو ټکو د کوم افغان چارواکي نوم یاد نه کړ خو یاده دي وي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ‌ د افغان حکومت د ملي‌ امنیت شورا سلاکار حمدالله محب په واشنګټن کې خبریالانو ته په وینا کې پر زلمي خلیلزاد په تند انتقاد سره وویل چې نوموړي د سولې خبرو په جریان کې افغان حکومت څنډې ته کړی دی.

ښاغلي محب همدارنګه ویلي چې زلمی خلیلزاد له طالبانو سره خبرو کې د افغانستان حکومت په «څنډې ته کولو» سره خپلې «شخصي ګټې» لټوي.

محب ویلي و:"فکر کوم شاید (په مذاکراتو کې) شخصي اهداف شتون ولري، ځکه(د دغه بهیر په اړه) د معلوماتو او اطلاعاتو کمښت شتون لري."

عبدالله وویل چې په دې اړه به د افغان چارواکو ترمنځ جدي بحثونه وشي.

د افغان حکومت اجرائیه رئيس عبدالله عبدالله وویل، تلپاتې او عزتمنه سوله د افغانانو له لومړیتوبونو څخه ده.

نوموړی وايي‌، له هېواد څخه بهر د افغان سولې په تړاو هڅې د ستایلو دي، خو زیاتوي چې د افغان سولې اصلي بهیر به هغه مهال پیل شي چې افغان حکومت، سیاسي‌ احزاب او طالبان د سولې په اړه د خبرو مېز ته کښېني.

XS
SM
MD
LG