د لاس رسي وړ اتصالات

د بین الافغاني مذاکراتو چټکتیا؛ خلیلزاد د افغان حکومت له پلاوي سره کتلي


خلیلزاد د حکومت له مذاکراتي پلاوي سره د لیدنې پرمهال.
خلیلزاد د حکومت له مذاکراتي پلاوي سره د لیدنې پرمهال.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د افغانستان د سولې د مذاکراتي پلاوي سره د مذاکراتو د کړندیتوب او نورو مسائیلو په اړه خبرې کړي دي.

په دوحه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د مذاکراتي پلاوي تیره شپه جون ۱۱( غبرګولې ۲۱) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې دواړو لورو د سولې پروسې او په دې اړه د سیمې هیوادونو د رول په اړه خبرې وکړې.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دا مهاله د دغې کتنې په اړه څه نه دي ویلي.

زلمي خلیلزاد د روانې جون میاشتې پر څلورمه د افغان سولې پروسې د چټکتیا په هدف کابل، دوحیې او سیمې ته سفرونه وکړل او له افغان مشرانو سره یې هم وکتل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره اونۍ ویلي و چې ښاغلی خلیلزاد به قطر ته د سفر په ترڅ کې دواړه مذاکره کوونکي لوري د تیرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو خوندیتوب ته په کتو د سیاسي جوړجاړي برخه کې پرمختګ ته وهڅوي.

بلخوا د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د مرکچي پلاوي مشرانو او یو شمېر غړو هم د تیرې سې‌ شنبې په ورځ په دوحه کې سره کتلي او د بین الافغاني مذاکراتو د چټکتیا په اړه هوکړي ته رسېدلي دي.

په افغانستان کې د سولې ټینګېدو په هدف بین الافغاني مذاکرات د ۲۰۲۰ کال په سپټمبر میاشت کې پيل شوي، خو تر دا مهاله پکې د کوم پرمختګ خبر نه دی ورکړل شوی.

د افغان سولې پروسې د ګړندیتوب په برخه کې پر داسې مهال ټینګار کیږي چې د تیرې یوې میاشتې په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او د چارواکو په وینا ملکي مرګ ژوبله هم ورسره زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG