د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان دولت او طالبانو د سولې مذاکراتو په چټکتیا تفاهم کړی


د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت د سولې مرکچي پلاوی وايي چې د دوحې د مذاکراتو د چټکتیا پر سر له طالبانو سره تفاهم ته رسېدلي دي.

د افغانستان د سولې په چارو کې د دولت وزارت د معلوماتو په اساس د دواړو خواو د مرکچي پلاوي مشرانو او یو شمېر غړو د سې‌شنبې په ورځ په دوحه کې غونډه کړې ده.

د دغه وزارت ویاندې ناجیه انوري د چهارشنبې په ورځ د جون ۹ (غبرګولي ۱۹) وویل: "په دې ناسته کې د مذاکراتو د بهیر په چټکتیا او اجنډا باندې تفاهم وشو".

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ هم ویلي چې دواړو خواو په دې غونډه کې د مذاکراتو د چټکتیا او د اجنډا اړوند موضوعاتو پر سر خبرې کړي دي.

دا له تېر کوچني اختر وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او د طالبانو د مرکچي پلاو ترمنځ دویمه غونډه ده.

دغه غونډه په داسې مهال کېږي چې د متحده ایالاتو جمهور رئيس جو بایډن د سې‌شنبې په ورځ د جون ۸ (غبرګولي ۱۸) د افغانستان د وضعیت په اړه د امریکا کانګرس ته په یو استول شوي لیک کې ویلي چې متحده ایالات د ملګرو ملتونو په کوربتوب د افغانستان د حکومت او د طالبانو د ډلې ترمنځ د سولې له مذاکراتو څخه "بشپړ ملاتړ" کوي.

جمهور رئیس بایډن د سیمې له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان څخه غوښتي چې په افغانستان کې د ثبات راوستلو لپاره هڅې زیاتې کړي.

همداشان د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د بین‌الافغاني مذاکراتو د چټکتیا لپاره له افغان چارواکو سره په خبرو اترو بوخت دی او ټاکل شوې چې په دوحه کې له طالبانو سره هم د سولې د مذاکراتو په تړاو خبرې وکړي.

XS
SM
MD
LG