د لاس رسي وړ اتصالات

امنیتي مقامات: کندهار کې مو په طالبانو بمبارکړی او ۷۰ تنه مو وژلي


عکس(کندهار ښار ډنډ څلور لاری)
عکس(کندهار ښار ډنډ څلور لاری)

امنیتي مقامات وايي چې د کندهار ښار د اوومي حوزې په اړوند سیمو کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي او ۷۰ تنه يې وژلي.

د ۲۰۵ اتل قول اوردو ویاند جګړن محمد صادق عیسی نن شنبه جولاۍ لسمه (چنګاښ ۱۹) امریکا غږ ته وويل چې هوايي بریدونه په دقیق ډول د هغو وسله والو طالبانو پر ډلو شوي چې غوښتل يې په سیمه کې په لویو بریدونو باندي لاس پوري کړي.

ده وويل: "دفاعي او امنیتي ځواکونو د هوايي قواوو په ملاتړ د کندهار ولایت مرکز اوومې حوزې اړوند او ډنډ ولسوالۍ کې پر طالب وسله والو چاڼیز عملیات تر سره کړل چې په پایله کې ۷۰ طالب وسله وال ووژل شول او ۸ تنه يې نور ټپیان شوي همدا راز په دې عملیاتو کې د دښمن یوه اندازه وسلې، مهمات او تجهیزات هم له منځه وړل شوي."

د کندهار ښار په اوومه حوزه کې د پرون سهار راهیسې وسله والو طالبانو پراخ حضور پيدا کړی چې اوس د جګړې اساسي سیمه بلل کیږي.

یاده سیمه د ښار له مرکزي او ګڼ مېشتو سیمو څخه هم بلل کیږي چې د کندهار عمومي زندان هم پکښې موقعیت لري. په سیمه کې کې د روانې جګړې له کبله د میرویس مېنې او میربازار سیمو څخه تر ۱۵۰۰ زیاتي کورنۍ له خپلو مېنو څخه بېځایه شوي.

د جګړې له امله ملکي مرګ ژوبله

دغه راز د جګړې له سیمې څخه د ملکي خلکو د مرګ ژوبلي راپورونه هم تر لاسه شوي.

د میرویس حوزوي روغتون رئیس ډاکتر محمد داود فرهاد امریکا غږ ته وويل چې: "تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۶ وژل شويو کسانو جسدونه روغتون ته را وړل شوي چي ملکي او نظاميان دواړه پکښې شامل دي او ۵۷ هم ټپیان را وړل شوي. ټول يې د میرویس مېني او میربازار څخه را وړل شوي. ټولټال۴۳ ملکي کسان ټپیان را وړل شوي چې ۱۲ ماشومان او ښځې او پاته نور نارینه دي دغه راز د ۳۰ ټپیانو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی او تر څنګ يې ۱۵ نظامیان ټپیان هم را وړل شوي."

د دامان پر ولسوال چاودنه

بلې خواته نن سهار څه کم لس بجې د کندهار د دامان پر ولسوال د موټر بم چاودنه شوې چې په ترڅ کې دوه ملکي وګړي وژل شوي دوه پوليس او یوه ښځه ټپي شوې.

د کندهار مطبوعاتي دفتر وايي چې پېښه د ولسوالۍ په غره کلي کې هغه مهال رامنځته شوې کله چې ولسوال له خپل کور څخه د دندې پر لور د تګ په حال کې وو.

سرچینه زیاتوي چې په پېښه کې ولسوال پيرمحمد ته زیان ندی رسیدلی.

وسله والو طالبانو د دامان پر ولسوال د موټر بم برید مسئولیت په غاړه اخیستی او تر څنګ يې رسنیو ته په لیږلي بیان کې د دامان ولسوالۍ د اخوند صاحب د امنیتي پوستې او په ډنډ ولسوالۍ په ګورګان سیمه کې د څلورو پوستو دنیول کیدو ادعا کړې.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG