د لاس رسي وړ اتصالات

عبدالله: سولې ته ژمن یو، خو د طالبانو د بریدونو په اړه بي تفاوته نه پاتې کیږو


ښاغلي عبدالله په کابل کې د امریکا له شارژدافیر سره لیدلي
ښاغلي عبدالله په کابل کې د امریکا له شارژدافیر سره لیدلي

د افغانستان د «ملي مصالحې د عالي شورا» وايي چې عبدالله عبدالله په کابل کې د امریکا له شارژدافیر راس ویلسن سره لیدلي او د افغانستان په روانو چارو یې خبرې کړي دي.

د دغې شورا په اعلامیې کې راغلي دي چې ښاغلي عبدالله ویلي دي چې د افغانستان حکومت په ښه نیست د سولې غږ ته «لبیک ووایه» خو « برعکس طالبانو د جګړو او بریدونو» زیاتولو ته مخه کړه.

دا ملاقات نن شنبه جولاۍ لسمه (چنګاښ ۱۹) شوی دی.

ښاغلي عبدالله ویلي دي:« سوله د حل یوازینۍ لار ده. خو سولې ته ژمنتیا او پابندي په دې مانا نه ده چې موږ دې د طالبانو د بریدونو په اړه بې تفاوته پاتې شوو. طالبان باید پوه شي چې په زوره بریالي کېدای نشي.»

ښاغلي عبدالله ویلي دي چې د افغانستان خلک، سیاسي مشران او د ټولنې ټول اړخونه د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي.

د اعلامیې په اساس د امریکا شارژدافیر راس ویلسن هم ویلي دي چې د جګړې زیاتوالی وضعیت نور هم پیچلی کوي او «امریکا او نړیواله ټولنه د سولې د بهیر کامیابي او د جګړې او تاوتریخوالی ختمېدل» غواړي.

ښاغلي ویلسن په خپلو خبرو کې ډاډ ورکړی دی چې امریکا به د افغانستان تر څنګ ولاړه وي. د امریکا سفارت لا له ښاغلي عبدالله سره د شارژدافیر د دغه ملاقات په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د «ملي مصالحې د عالي شورا» مشر عبدالله عبدالله داسې مهال د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي او د هغوی په وړاندې د درېدو خبره کوي چې تېره ورځ د طالبانو یو استازي په مسکو کې ادعا وکړه چې طالبان کولای شي په «دوو اونیو کې» په ټول افغانستان ولکه ټېنګه کړي.

طالب استازي شهاب الدین دلاور دا ادعا هم وکړه چې دوی دا مهال د افغانستان په «۸۵ سلنه خاورې کنترول» لري.

خو افغان چارواکي وايي چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د خپلې خاورې د دفاع وړتیا لري. د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین امریکا غږ سره په خبرو کې د طالبانو دا ادعا هم رد کړه چې ګنې هغوی په ۸۵ سلنې خاورې کنترول لري. هغه وویل: « که طالبان په ۸۵ سلنه خاوره کنترول لري، بیا یې ولې مشران او کورنۍ له افغانستان څخه د باندې اوسیږي.»

XS
SM
MD
LG