د لاس رسي وړ اتصالات

غني: طالبان د امریکا موافقې ته په شرعیت باندې ترجیح ورکوي


ولسمشر محمد اشرف غني
ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو وتلو ته په اشارې وویل چې په دغه هیواد کې د جګړې د دوام مسؤلیت د طالبانو په غاړه دی.

هغه نن شنبه جولاۍ لسمه (چنګاښ ۱۹) په خوست کې یوې غونډې ته وویل چې د افغانستان حکومت د سولې ټینګېدو لپاره هر اړخیزې هڅې کړي، خو طالبانو تاوتریخوالي ته دوام ورکړی دی. "دوی (طالبان) باید د سولې خبرو ته کېني او د پرديو په لمسون دې خپل هیواد نه ورانوي."

نوموړي وویل چې تل یې طالبانو ته د سولې وړاندیز کړئ، خو وايي چې هغوی نه دی منلی.

ولسمشر غني زیاته کړه: "د جګړې د اوږدیدو مسوولیت د طالبانو په غاړه دی، له طالبانو باید وپوښتل شي چې د چا لپاره جګړه کوي؟ که افغانستان ورانېږي او افغانان وژل کېږي نو ګټه يې چاته رسېږي."

نوموړي زیاته کړه چې وسله وال طالبان باید ژمنه وکړي چې د ډیورنډ فرضي کرښه یې نه ده منلې، د افغانستان څلور لارې په یو لارې نه بدلوي او په خبره یې طالبان باید ژمنه وکړي چې د افغانستان اوبه نه خرڅوي او د نورو «نوکري» نه کوي.

ښاغلي زیاته کړه: "که هره ورځ له ۴۰۰ څخه تر ۷۰۰ افغانان مړه شي د دې ګټه چاته رسیږي،که ودانۍ سوځیږي؟... دلته خبر دې کې ده د چا لپاره دا کار کوئ؟... چې سبا کېنو ویلې نن نه کېنو. زموږ خبره څه ده راسئ شرعیت د خدای منئ هغوی وايي نه د امریکایانو موافقه. امریکانو موافقه له شرعیت نه لوړه ده؟"

هغه وویل چې خلک باید له سوریې، عراق، لبنان او الجزایر نه درس واخلي او خبره یې په مېړانه ودریږي او کنه شپږ نسله به یې خدای ج ته مسؤل وي: "نن ورځ د دریځ ده، دریځ په جمهوریت، دریځ په ولسواکۍ، دریځ په سولې او دریځ د یو بل په منلو باندې، تاسو فکر کوئ چې یو مملکت یو ګاونډی له یوې او بلې لارې نه پر افغانستان باندې خپله خېټه واچوي نور یې مني یا موږ یې منو؟."

ولسمشر غني همدارنګه ګواښ وکړ که چیري تر دې وروسته هر څوک د نظام له داخل نه د حکومت ضد تخریب کوي صبر به ورته نه کیږي:"د نظام منځ کې هغه خلک چې په داخل کې تخریب کوي پس له دې نه به څوک صبر ورته نکوي تعمل به نلري، پوه دي سي چې څوک چې دي که ونه درېدل سبا به یې مخونه تور وي،موږ یې پر خرو چپه نه ګرځوو خو ولس به یې مخونه ور تور کړي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې جګړو زور اخیستی دی چې له امله ګڼې کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړیستل شوي دي.

XS
SM
MD
LG