د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت قطر ته د سولې د مرکچي پلاوي د استولو چمتوالی نیسي


د بین الافغاني مذاکراتو دقیقه نېټه لا معلومه نه ده
د بین الافغاني مذاکراتو دقیقه نېټه لا معلومه نه ده

د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت وايي چې د بل هر وخت په پرتله د سولې د خبرو د پیل لپاره زمینه مساعده شوې ده.

د دغه وزارت ویاندې ناجیې انوري د سه شنبې په ورځ سپتمبر۱ (وږي ۱۱) امریکا غږ ته وویل چې افغان حکومت له طالبانو سره د سولې د خبرو پیل لپاره ټول خنډونه او پلمې له مخې پورته کړې دي.

اغلې انوري زیاته کړه: "د سولې په چارو کې د دولت وزارت د افغانستان د اسلامي جمهوري د مرکچي پلاوي د استولو لپاره د همغږۍ او لوژیستیکي اقداماتو په ترسره کولو کې بوخت دی."

ځینو رسنیو راپور ورکړی چې ښايي د افغان حکومت مرکچي پلاوی سبا دوحې ته سفر وکړي، خو د دغه پلاوي یوه غړي محمد ناطقي امریکا غږ ته وویل چې تراوسه په دې تړاو وروستۍ پریکړه نه ده شوې.

په ورته وخت کې د افغانستان د مصالحې د عالي شورا ویاند فریدون خوځون په خپل ټویټر کې لیکلي: "د اسیرانو د تبادلې بحث پیل شوی دی او ښه پرمخ ځي. د دې بهیر له بشپړېدو وروسته، د مذاکراتو د پیل لپاره به زمینه برابره شي."

تیره ورځ د امریکا د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین د افغانستان له جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په ټیلفوني خبرو کې د بین‌الافغاني مذاکراتو پر ژر پیلېدو ټینګار وکړ.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي وویل چې په دغو خبرو کې د تلپاتې سولې لپاره د اوربند پر اهمیت هم ټینګار شوی دی.

د افغانستان د دولت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات د بندیانو د خوشې کولو په پروسې کې د خنډونو له امله تراوسه نه دي پیل شوي.

د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې د تړون په اساس تراوسه افغان حکومت د ۵۰۰۰ طالب بندیانو له شمېرې ۴۶۸۰ طالب بندیان خوشې کړي او ټاکل شوې چې ۳۲۰ نور هم خوشې کړي.

همداشان افغان حکومت له طالبانو څخه غوښتي چې د افغان ځواکونو کومانډویان چې د دغې ډلې په بند کې دي خوشې کړي.

XS
SM
MD
LG