د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد پر افغان سولې د خبرو لپاره چین ته تللی


ښاغلی خلیلزاد به به چینایي چارواکو سره پر افغان سولې غږیږي
ښاغلی خلیلزاد به به چینایي چارواکو سره پر افغان سولې غږیږي

ځینې امریکایي چارواکي وایي چې د افغانستان د سولې په برخه کې د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد بیجنګ ته رسېدلی دی.

ټاکل شوې چې ښاغلی خلیلزاد به له چینایي چارواکو سره پر افغان سولې او له طالبانو سره په وروستیو مذاکراتو کې د شویو پرمختګونو په اړه له چینایي مقاماتو سره خبرې وکړي.

په چین کې د امریکا سفارت یو ویاند اسوشیټدپرس ته دا معلومات ورکړي دي خو د ښاغلي خلیلزاد د غونډې په اړه یې نور جزیات نه دي شریک کړي.

زلمي خلیلزاد څو ورځې مخکې وویل چې له طالبانو سره د خبرو په وروستي پړاو کې ډېر پرمختګونه شوي دي او همدغه راز پر بین الافغاني مذاکراتو او سولې باندې هم خبرې شوي دي.

راپورونه وايي چې په دې وروستیو کې مخکنی ولسمشر حامدکرزی او د طالبانو یو پلاوی هم چین ته تللي وو. پر پاکستان، ایران او روسیې سربېره چین هم په افغانستان کې د نفوذ خاوند بلل کیږي. چینایي چارواکي وايی هڅه کوي چې د افغانستان د سولې په بهیر کې مثبت رول ولوبوي.

بیجینګ ته د زلمي خلیلزاد تر سفر څو ورځې مخکې د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هیله مندي ښودلې وه چې ښايي له طالبانو سره د سولې یو ممکنه تړون ته ورسیږي چې په افغانستان کې روانه جګړه ختمه شي.

زلمي خلیلزاد له طالبانو سره تر وروستیو مذاکراتو وروسته ویلي وو چې پر بحث شویو مسایلو به د مشورو اخیستلو لپاره واشنګټن ته ځي.

XS
SM
MD
LG