د لاس رسي وړ اتصالات

د قطر 'بین الافغاني' غونډې ته د ارګ خوشبیني او ملاحظات


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د افغان سولې په اړه د قطر د «بین الافغاني» غونډې اعلامیې ته خوشبین دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي چې نن سه شنبه د «جولاۍ۹- چنګاښ پر۱۸مه» په کابل کې مطبوعاتو وویل چې د افغان سولې په اړه د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې د ګډو هڅو په نتیجه پیل شوې خبرې مثبت لور ته روانې دي.

هغه وویل افغان حکومت د یادې غونډې له ګډونوالو څخه مننه کوي چې د جګړې او تاوتریخوالې د ختمولو لپاره یې د تلپاتې سولې، د سیاسي او ټولنیز عدالت، د خلکو د اساسي حقوقو د خوندیتوب، ملي وحدت او د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا اړه یې خپل نظرونه له طالبانو سره شریک کړل.

خو نوموړي دغه ګډې اعلامیې ته په اشاره وویل چې افغان حکومت د افغانستان د اسلامي جمهوري نظام په اړه د ناسم پوهاوي او د بیان له ازادۍ څخه د نه ملاتړ په اړه یو لړ ملاحظات لري.

هغه وویل "د افغانستان نظام د تاریخ په اوږدو کې اسلامي نظام و او د افغانستان د اساسي قانون په اساس اسلامي دی او اسلامي به وي."

د قطر غونډه چې د افغان چارواکو ترڅنګ پکې د سیاسي ډلو، د ښځو، مدني ټولنو او طالبانو استازو ګډون کړی و تېره شپه ناوخته د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ختمه شوه.

د قطر د «بین الافغاني» غونډې ګډونوالو په ګډې اته ماده ییزه اعلامیه کې د تاوتریخوالې کمولو ترڅنګ د اسلامي نظام او بشري حقونو د خوندیتوب، د جګړې د ښکېلو اړخونو لخوا پخپلو بیانونو کې د نرمې ژبې کارولو او په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د بین الافغاني خبرو د دوام غوښتنه شوې ده.

د قطر د بین الافغاني غونډې ګډونوال
د قطر د بین الافغاني غونډې ګډونوال

اوربند؟

که څه هم له یادې غونډې لویه تمه د اوربند مسئله وه، خو د دغه اعلامیې په پنځمه ماده کې له اوربند یادولو پرته د ملکي مرګ ژوبلې د صفر کچې ته پر راټیټولو ټینګار شوی دی.

په دغه ماده کې همدارنګه د جګړې د ناخوالو د پای ته رسولو او د سولې په بهیر کې د باور فضا رامنځته کولو لپاره د ناروغ بندیانو د خوشي کولو، د عام المنفعه بنسټونو د امنیت ټینګولو او تعلیمي مرکزونو ته د درناوي غوښتنه شوې ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم دغه غونډه په افغانستان کې د څلوېښت کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره هیله بخښونکې بللې.

ښاغلي خلیلزاد پر خپل ټوېټر د غونډې د پای ته رسېدو فضا مثبته بللې او ګډونوالو ته یې د ګډ تفاهم پیدا کولو مبارکې هم ورکړې ده:

نوموړي ویلي چې د یادې ناستې تر پای ته رسېدو وروسته به دوی نن سې شنبه د «چنګاښ پر۱۸مه» بېرته له طالبانو سره خپل اوم پړاو مذاکرات پيل کړي.

XS
SM
MD
LG