د لاس رسي وړ اتصالات

خلیلزاد افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو په اړه د پاکستان د ژمنو هر کلی کړی


خلیلزاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاریو د نوي سند هر کلی هم کړی دی.
خلیلزاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د همکاریو د نوي سند هر کلی هم کړی دی.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند ټينګېدو په اړه د پاکستان د ژمنو هر کړی دی.

ښاغلي خلیلزاد همدارنګه د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې د مثبت پرمختګ رامنځته کېدو هر کلی هم کړی دی.

نوموړي نومبر ۲۲ (لېندۍ دوهمه) پر خپل ټویټر لیکلي که چیري «د دواړو هیوادونو ترمنځ د سولې او ثبات ټینګېدو په اړه د نظر یووالي» سند عملي شي دا به د افغان سولې او سیمه ییزې پراختیا په لور یو مثبت ګام وي.

ښاغلي خلیلزاد زیاته کړې: "موږ دواړو هیوادونو ته مبارکي وایو چې په لاندې برخو کې د نظر یووالي باندې ټيګار کړی دی، چې هغه کې د دواړو هیوادونو د خاوره د یو او بل پر ضد نه کارول، ملي حاکمیت ته درناوی، د خلکو/ دولت/امنیت او اقتصادي اړیکې شاملې دي."

د تیرې پنجشنبې په ورځ کابل ته د پاکستان د صدراعظم عمران د سفر پرمهال افغانستان او پاکستان په دواړو هیوادونو او سیمه کې د سولې او ثبات ټینګېدو د دوه اړخیزو همکاریو پر نوي سند هوکړه کړې ده.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دغه سند کې د سولې، امنیت او د اقتصادي همکاریو څخه ملاتړ، پراختیا او مرسته کول او افغانستان ته د افغان کډوالو ستنېدل شامل دي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان تیره اونۍ کابل ته د سفر پر مهال وویل چې په افغانستان کې د سولې غوښتونکی دی او حکومت یې د تاوتریخوالي د کچې راټیټولو لپاره هرې ممکنې همکارۍ ته چمتو دی.

XS
SM
MD
LG