د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یو جلا امنیتي تړون د لاسلیک وړاندیز کړی او ویلي یې دي چې دا ډول تړون کولی شي د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ورغوي.
خلیلزاد د چهارشنبې په ورځ د جنورۍ ۷مه د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یوه پوست کې د پاکستان د پوځ د ویاند، جنرال احمد شریف چوهدري، وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې لیکلي چې د دوحې په تړون کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مسایل شامل ندي.
خلیلزاد ټینګار وکړ چې اسلاماباد او کابل باید یو بېل امنیتي تړون لاسلیک کړي، چې له مخې یې دواړه ګاونډي هیوادونه ژمنه وکړي چې د داعش او تحریک طالبان پاکستان (TTP) په ګډون به هېڅ ډلې یا افرادو ته اجازه ورنه کړي چې د بل هېواد پر ضد ترې د امنیتي ګواښ په توګه استفاده وکړي.
خلیلزاد زیاته کړه چې په دې تړون باندې دریمګړي هېواد څارنه کولی شي څو د دغه احتمالي تړون د پلي کېدو تضمین وکړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې ترینګلې شوې دي. د تېر کال په اکتوبر میاشت کې پر کابل د پاکستاني الوتکو له بمبارۍ وروسته، طالبانو د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني ځواکونو بریدونه وکړل. له دې کړکېچ وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ ټولې تجارتي لارې هم وتړل شوې.
د پاکستان د پوځ ویاند، احمد شریف چوهدري، د سهشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې په ۲۰۲۵ کال کې افغانستان د سیمې د تروریزم پر اصلي مرکز بدل شوی او زیاته یې کړه چې د تروریزم په تړاو د پاکستان دریځ د نړۍ له لوري منل شوی دی.
نوموړي همداراز ادعا وکړه چې په افغانستان کې اوسنی جوړښت حکومت نه دی او خپله ځان یو موقت حکومت معرفي کوي.
د دغو څرګندونو په غبرګون کې، د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د ایکس په ټولنیزې شبکې کې په یوه پوست کې لیکلي چې د افغانستان د حکومتي او ټولنیز جوړښت په اړه د پاکستان د پوځ د ویاند څرګندونې له واقعیت سره هېڅ تړاو نه لري او د یوه مسوول پوځي مقام له دریځه هم لېرې دي.
هغه د پاکستان د پوځ د ویاند وروستۍ څرګندونې «لمسوونکې» بللې او غندلې یې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ډسمبر کې په ملګرو ملتونو کې د متحدو ایالتونو د ځانګړو سیاسي چارو بدیلې استازې، جنیفر لوسیتا د امنیت شورا په غونډې کې وویل چې په افغانستان کې د متحدو ایالتونو ترټولو ستر لومړیتوب، د امریکایي وګړو او د دې هېواد (امریکا) ساتنه ده چې په کې «له افغانستان څخه د ترهګریزو ګواښونو مخنیوی او د ټولو هغو کسانو خوشې کول شامل دي چې په ناحقه بندیان دي».
مېرمن لوسیتا د ملګرو ملتونو له امنیت شورا څخه وغوښتل چې «دا شورا باید د ترهګرۍ ضد ژمنو په وړاندې د پرمختګ د نه شتوالي، په برمته دپلوماسۍ کې ښکېلتیا او د افغانستان د خلکو د هوساینې له پامه غورځولو له امله» د طالبانو مواخذه کولو ته ادامه ورکړي.
فورم \ دبحث خونه