د لاس رسي وړ اتصالات

مسکو ته د امریکا خبرداری: په قزاقستان کې د روسي ځواکونه کړنې څارو


متحدو ایالتونو د پنجشنبې په ورځ جنوري شپږمه (مرغومي ۱۶) د شوروي اتحاد د پخواني غړي هیواد قزاقستان د کنترول د ترلاسه کیدو په اړه د روسي پوځیانو د ځای پرځای کیدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

واشنګټن څرګنده کړې چې نړۍ په قزاقستان کې د بشري حقونو د نقض څارنه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس خبریالانو ته وویل:"د امریکا متحده ایالات او په واضحه توګه نړۍ به د بشري حقونو هر ډول نقض ته پاملرنه وکړي."

ښاغلي پرایس همدارنګه څرګنده کړه امریکا به د روسیې د هر هغه اقدام څارنه وکړي چې ممکن د قزاقستان د اداراتو د نیولو زمینه مساعده کړي.

فرانس پرس خبري اژانس د ښاغلي پرایس په حواله خبر ورکړی چې د قزاقستان حکومت باید دا روښانه کړي د کوم منطق پر اساس یې د روسیې په مشرۍ د جمعي امنیت د تړون له سازمان څخه د پوځیانو د غوښتلو پریکړه کړې ده.

بلخوا د جمعي امنیت د تړون سازمان مشر او د ارمانیا لومړي وزیر نیکول پاشینیان وویل تړون د "بهرنۍ مداخلې" له امله، تقاضا ته ځواب ورکوي.

ددغه ۱۹ میلیوني هیواد کې په بیلابیلو برخو کې مظاهرې روانه اوونۍ د "LPG" ګازو د بیې د لوړیدو په غبرګون کې پیل شوې، هغه ګاز چې تر ډیره د هغه هیواد په لودیځ کې په موټرونو کې کارول کیږي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د پنجشنبې په سهار له خپل قزاقستاني سیال مختار تلوبیردي سره په ټلفوني اړیکه کې له سوله ایزې لارې د مشکل د هواري او د مطبوعاتو آزادي ته د درناوي په کولو ټینګار وکړ.

د امریکایي چارواکو دغه څرګندونې وروسته له هغه وشوې چې په قزاقستان کې د پنجشنبې په ورځ نارامۍ او تاوتریخوالي زیات شول.

د قزاقستان د کورنیو چارو وزارت ویلي په دې هیواد کې د وروستیو نارامنیو له امله د ۱۳ پولیسو ‌په ګډون په لس ګونه مظاهره کوونکي وژل شوي او ۳۵۰ پولیس ټپیان شوي دي.

پولیسو همدارنګه ویلي دي چې تر اوسه څه باندې ۲۰۰ مظاهره کوونکي نیول شوي‌ دي.

راپورونه وایي چې په دې نارامیو کې د پولیسو یو افسر چې سر یې غوڅ شوی وو هم پیدا شوی دی.

د قزاقستان د مسولینو له خوا د سخت غبرګون سره سره، مظاهره کوونکي د پنجشنبې په ورځ هم د هغه هیواد د ستر ښار الماټا سړکونو ته راووتل.

XS
SM
MD
LG