د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې د خوشحال‌خان خټک څلور ورځینی علمي سیمینار پای ته ورسید

د پښتو ژبې د ستر شاعر، لیکوال او انقلابي شخصیت خوشحال خان خټک د شخصیت لمانځلو علمي سیمینار، چې څلور ورځې یې دوام وکړ نن پنجشنبهپه ارګ کې د د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني په وینا پای ته ورسید.

ښاغلي غني، خوشحال‌خان خټک د پښتو ادب د تاریخ بنسټګر وباله او وې ویل، هر هغه څوک چې پښتو لیکي او لولي خامخا به دغه ستر شاعر او لیکوال ته مراجعه کوي.

جمهور رئیس غني وویل، چې د خوشحال فکر، هنر او شخصیت نه یوازې د ده د ماحول محصول دی، بلکې له ټول اسلامي فرهنګ سره تعلق لري.

هغه زیاته کړه "خوشحال په تاریخي لحاظ د ستر اسلامي تمدن یو لوې وارث دی خوشحال د شکسپیر غوندې ستر شاعر او هنر مند دی، خو د شاعري سربیره د قوم مشري هم ورپه غاړه ده. دده ارزوګانې میرویس نیکه عملي کړې او احمدشاه بابا یې د تکمیل هڅه وکړه".

د خوشحال خان خټک څلور ورځیني علمي سیمینار کې دکوزې او برې پښتونخوا ګڼو نوموتوشاعرانو، لیکوالانو او څیړونکو برخه اخیستې وه.

له کوزې پښتونخوا څخه راغلی شاعر او لیکوال اباسین یوسفزي د خوشحال خان خټک د شخصیت په اړه وو یل "خوشحال د افغان وطن د اسمان داسې ځلنده لمر دی، چې زموږ د سیمې په هر غره څیره وهي، تودوخي یې هر پښتون ته رسي او شغلې یې ټوله نړۍ لیدی شي".

د غونډې په پای کې جمهور ریس غني وویل، چې د افغانستان حکومت به په نیږدې وخت کې د یو بل کلاسیک نامتو شاعر حمید مومند د قبر د ودانۍ کار پیل کړي.

هغه همدارنګه مالیې وزارت ته لارښوونه وکړه، چې په پیښور کې په افغان بلډنګ کې دې د مشاعرو او ادبي فعالیتونو لپاره یو ځانګړی ځای جوړ کړي.

ددې ترڅنګ یې د افغانستان علومو اکاډمۍ ته وویل، چې د پښتونخوا او کوټې د لیکوالو او ادیبانو د آثارو په چاپولو کې دې فعاله برخه واخلي.

خوشحال خان خټک نیږدې څلور سوه کاله مخکې د پښتونخوا په اکوړې خټک کې زیږدلی دی، چې د عمر په اتیا کلن مزل کې یې شاوخوا دوه سوه د نظم او نثر کتابونه لیکلي دي.

هغه له خپلې مورنۍ ژبۍ پښتو سربیره په فارسي او عربي ادب کې هم برلاسي لرله.

This item is part of
XS
SM
MD
LG