د لاس رسي وړ اتصالات

د خوست د والي په موټرو چاودنه شوې، ۱۴ تنه ټپيان دي- چارواکي


د خوست والي له دغه برید څخه روغ وتلی دی
د خوست والي له دغه برید څخه روغ وتلی دی

د خوست والي محمد حلیم فدايي پر موټریز کاروان موټر بم چاودنه کې ۱۴ تنه ټپیان شوي دي.

د خوست والي ویاند طالب خان منګل نن سه شنبه اپرېل۲۱ (غويي۲) امریکا غږ ته وویل، والي نن سهار له خپل کور څخه دفتر ته پر لار و چې ولایت مقام ته نژدې «جمهوریت دروازه» سیمه کې ورباندې چاودنه شوې ده.

ښاغلي منګل وویل چې له چاوېدودونکو موادو ډک موټر مخکې له مخکې دغلته درول شوی و.، خو خپله والي حلیم فدايي ته په دغه چاودنه کې زیان نه دی رسېدلی.

هغه وویل: "په دغه چاودنه کې خپله والي ته زیان نه دی رسېدلی، ۱۴ تنه ټپیان شوی چې دوه تنه یې د والي د تعقیبي موټر دوه امنیتي ساتونکي او ۱۲ ملکي وګړي دي."

د والي ویاند وايي، په ټپيانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

چارواکي وايي د پېښې ټپیان روغتون ته انتقال شوي چې د ډاکترانو یې روغتیايي حالت ښه بللی دی.

بلخوا نن سهار د خوست ښار په یوې بلې سیمې کې هم د ملي اردو پر رنجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه کې څلور د ملي اردو سرتیري او یو ملکي وګړی ټپیان شوي دي.

تر دا مهاله د دغه دواړو چاودنو مسؤلیت کومې وسله وال ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG