د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو څخه د ډډه کوونکو کورنیو شمېر په کمیدو دي – چارواکي


عکس- ارشیف
عکس- ارشیف

د سویل ځتیځ ولایتونو مسؤولین وايي چې د پولیو واکسین د منکرو کورنیو شمېر د تېرکال په پرتله نیمایي راښکته شوی.

د دې حوزې درې ولایتونه خوست، پکتیا او پکتیکا چې له ګوزڼ سره مبارزه پکې تر دې دمه بریالۍ روانه ده، خو بیا هم د دغو ولایتونو په لرې پرتو او غرنیو سیمو کې سلګونه داسې کورنۍ شته چې خپلو کوچنیانو ته د پولیو واکسین له تطبیقولو ډډه کوي.

د مسؤولینو په وینا، یوازې خوست کې له پولیو واکسین د منکرو کورنیو شمېر یې د تېر کال پرتله نیمایي راښکته کړی، خو بیاهم د ۳۰۰۰ په شاوخوا کې کورنۍ لاهم ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین نه تطبیقوي.

یو شمېر مدني فعالان بیا په دې باور دي چې د دغو منکرو کورنیو لخوا خپلو ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین نه تطبیقول د پولیو ویروس له خپریدو سره مرسته کول دي.

دوی وايي چې میندې دې د منفي تبلیغاتو په ځای د خپلو بچیانو روغتیا ته پام وکړي او د واکسین په هره دوره کې دې څاڅکي ورکړي. هغه کورنۍ چې د ماشومانو له واکسین ډډه کوي په لوی لاس د ګوزڼ ویروس له خپریدو سره مرسته کوي.

بلخوا د خوست اوسیدونکي وایي چې د ګوزڼ ویروس د مخنیوي یوازېنۍ لار واکسین دی او ددوی په وینا، له دې کار سره مخالفت ټولنې ته زیان رسوي.

د خوست اوسیدونکی، شاهد امریکا غږ ته پدې هکله وویل: "عموماً په افغانستان کې هغه کورنۍ چې د ماشومانو له واکسينه ډډه کوي یا یې مخالفت کوي د پولیو ویروس له خپرېدو سره مرسته کوي، ځکه پولیو یا ګوزڼ له نورې نړۍ پاک شوی، خو افغانستان او پاکستان کی میلیونونه ماشومان لاهم ددې ویروس له خطرناکو عواقبو کړیږي، نو پکار ده چې دا ځینې خلک یې هم له مخالفت لاس واخلي او خپلو ماشومانو ته یې تطبیق کړي."

د خوست بل اوسیدونکی، لطیف الرحمان بیا وايي: "موږ د افغانستان ټولو هغو میندو او پلرونو ته چې د پنځو کلونو کم عمره ماشومان لري، دا پیغام لرو چې دا دوه څاڅکي واکسین د ګوزڼ د ناعلاجه ناروغۍ دوا ده او بل علاج نلري، نو ورته په کلکه وایوو چې خپل ماشومان که ویده وي یا چیرته تللي هم وي نو باید هغوی رضاکارانو ته را وباسي او دغه دوه څاڅکي واکسین ورکړي."

بلخوا ځینې هغه واکسیناتوران چې د پولیو پروګرام په هره دوره کې د خلکو تر کورونو ورځي، وایي چې ډېره هڅه کوي چې پاتې کم شمېر انکاري کورنیو ته هم قناعت ورکړي ترڅو خپل ماشومان د معلولیت له خطر نه خوندي کړي او په منظمه توګه واکسین ورکړي.

د عنایت ارمان په نوم د خوست یو واکسیناتور چې له درې کالو راهیسې د پولیو له پروګرام سره رضاکار فعالیت لري، امریکاغږ ته وویل چې په ځان د دې لپاره زیات فشار راوړي ترڅو ټولنه کې د دې ویروس له خپریدو مخنیوی وشي.

هغه دا هم وویل چې منکرو کورنیو ته په پرله پسې توګه ورځي او که چیرې بیاهم د هغوی قناعت ترلاسه نکړي، نو د کلیو له ملا امامانو مرسته غواړي.

ارمان وویل: "ځینې داسې کورنۍ شته چې د بیلګې په توګه انکاري وي، خو موږ په پرله پسې توګه هڅه کوو، ترڅو د هغوی قناعت حاصل شي. لومړی زه خپله ورسره غږیږم که زما په خبرو یې قناعت ترلاسه نکړ بیا د کلي ملا امام په وسیله دوی ته قناعت ورکوو که بیاهم انکاري وې بیانو موږ خپل د پولیو پروګرام کې ډاکټرانو ټیمونه هم لرو چې هغوی بیا دوی په منظمه توګه پوهوي."

د دې ولایتونو مسؤولین بیا ډاډ څرګندوي چې د انکاري کورنیو شمېر له ورځې بلې ټیټ شوي او خلک پوه شوي چې د ګوزڼ واکسین د دوی د ماشومانو راتلونکی ژغوري او لا هڅه کوي چې پاتې منکرې کورنۍ له دې وروسته خپل ماشومان واکسین کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG