د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیایي چارواکي: له پاکستان څخه افغانستان ته د پولیو ویروس د لیږد احتمال شته


د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د ګوزڼ ضد کمپاین
د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر د میاشتې د ګوزڼ ضد کمپاین

د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤولین وایي چې د پاکستان له قبایلي سیمو څخه افغانستان ته د پولیو ویروس د لیږد احتمال شته.

غلام خان، انګور اډه او ډنډ پټان د ډیورنډ پر کرښه پرتې هغه لارې دي چې د خوست، پکتیا او پکتیا خلک د بیلابیلو مناسبتونو له امله ورباندې پراخ تګ راتګ کوي.

د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز د مسؤولینو په وینا، کیدای شي د خلکو پراخ تګ راتګ د دې لامل شي چې له پاکستان څخه افغانستان ته د پولیو ویروس انتقال ومومي او پدې توګه به د افغان ماشومانو ژوند هم له ګواښ سره مخ کړي.

د طالبانو د حکومت د پولیو د له منځه وړلو د بیړني مرکز مسؤول، ډاکټر نیک ولي شاه مومن، امریکا غږ ته وویل: ”په ګاونډي هیواد پاکستان کې د پولیو د ۲۰ مثبتو پېښو شتون د افغانستان د ماشومانو لپاره هم یو ستر ګواښ بلل کیږي، په ځانګړي ډول د هغو ماشومانو لپاره چي د ډیورنډ پر کرښه تګ راتګ کوي. “

د نوموړي په وینا، دوی په سرحدي سیمو کې د پولیو ویروس د لیږد د مخنیوي په موخه د پولیو ضد واکسین ټیمونه ګمارلي، تر څو په منظم ډول ماشومان واکسین کړي.

بل لوري ته، د خوست ولایت یو شمېر اوسیدونکي وایي چې د ګوزڼ د مخنیوي لپاره اړینه ده چې سرحدي سیمو ته زیاته پاملرنه وشي.

د خوست ولایت اوسیدونکي، عیسی څرګند، امریکا غږ ته وویل: ”موږ په خپلو سترګو ولیدل چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د ګوزڼ پیښې زیاتې شوي. له همدې امله له روغتیایي مسؤولینو غواړو چي د افغانستان سرحدی سیمو ته د ګوزن ضد واکسین له پلوه زیاته پاملرنه وکړي. “

د خوست ولایت بل اوسیدونکي، کبیر خان، بیا وویل: ”تر څو چې ټولې کورنۍ ګوزڼ جدي ونه نیسي او په منظم ډول خپل ماشومان واکسین نکړي، زه ډاډمن نه یم چي زموږ ماشومان به نږدې راتلونکي کې له ګوزڼ څخه خلاصون ومومي. “

افغانستان ته د پولیو ویروس د لیږد په تړاو اندیښنې په داسې وخت کې راپورته شوي چې د روان میلادي کال په وروستیو میاشتو کې په پاکستان کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۲۰ ته ورسېد، چې ډیرې پېښې یې افغانستان ته څیرمه په شمالي او جنوبي وزیرستان کې ترسترګو شوي.

XS
SM
MD
LG