د لاس رسي وړ اتصالات

کونړ او ننګرهار کې د پولیو مثبتې پېښې تثبیت شوې


انځور: آرشیف
انځور: آرشیف

د افغانستان په ختیځو ولایتونو کونړ او ننګرهار کې د پولیو محیطي نمونې مثبتې شوي چې له امله یې روغتیا پالان په تشویش کې دي.

د پولیو مسؤولین وايي چې د ګوزڼ شپږ محیطي سمپلونه چې د اکتوبر په ۱۹ نیټه اخیستل شوې وې، له بده مرغه پایلې یې هم مثبتې وې.

د ننګرهار د کتلوي معافیت مسؤول داکټر حاکم خان ګلابزوی پدې هکله امریکا غږ ته وویل: "دوی د پولیو د له منځه وړلو په برخه کې کلکه مبارزه کړې ترڅو ټولو ماشومانو ته واکسین ورسیږي، خو ننګرهار داسې یو ولایت دی چې له بیلا بیلو سیمو ورته خلک راځي او ځان سره ویروس را انتقالوي."

نوموړي زیاته کړه، مشرقي حوزه کې تازه شپږ سمپلونه مثبت شوي چې درې یې د ننګرهار (بهسودو، بټي کوټ او قلعه سنګي) او درې نور یې په کنړ (کوز کونړ او خپله کونړ )کې تثبیت شوي دي."

په ورته وخت کې د کونړ د کتلوي معافیت مسؤول ډاکتر محمد اسحاق هم د دې خبرې پخلی کوي او وايي چې له بدمرغه په کونړ کې درې مثبتې محیطي نمونې ثبت شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: "مونږ د مشکوکو پېښو پلټل پیل کړي او اړونده سیمه کې به د پېښو جدي پلټنې وکړو او په ۲۱ تاریخ به بل کمپاین هم پیل کړو ترڅو ټول ماشومان واکسین شي."

د نوموړي په وینا، د ولایت دیني عالمانو او د حج او اوقافو وزارت سره به هم د غونډو لړۍ زیاتې شي ترڅو باکیفیته کمپاینونه پیل شي او کنړ له دې ویروس څخه پاک شي.

د کونړ د سرکاڼو اوسیدونکی، مومن خان الکوزی په دې تړاو خپله اندېښنه شریکوي او په خلکو غږ کوي چې ماشومان واکسین کړي.

ښاغلي امرخیل زیاته کړه: "د محیطي سمپلونو مثبت کیدل مونږ ته د خطر خبرداری دی نو ځکه مو له ولس څخه هیله دا ده چې خپل ماشومان له چټلو اوبو وساتي او د کمپاین په هره دوره کې خپل ماشومان واکسین کړي."

له دې وړاندې هم د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې ځینې محیطي نمونې مثبتې شوې وې چې بیا په تیرو کمپاینونو کې ورته ځانګړې پام وشو.

XS
SM
MD
LG