د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ: که طالبان موږ سره واقعي خبري غواړي، باید داسې رفتار وکړي چې ښځو ته پکې درناوی وشي


د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین جین پییر 
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین جین پییر 

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین جین پییر د سه شنبې په ورځ اپریل ۱۸ (وري ۲۹) وویل که طالبان غواړي جدي ونیول شي او واقعي خبري ورسره وشي، نو باید په داسې شکل عمل وکړي چې ښځو سره په کې درناوي چلند وشي.

میرمن پییر وروسته له هغه دا څرګندونې وکړې چې طالبانو روانه میلادي میاشت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکي له کار څخه منع کړې او د ملګرو ملتونو یو چارواکي‌ ویلي که طالبان قانع نه شي چې ښځو ته په دې سازمان کې د کار کولو اجازه ورکړي، چمتو دي د مۍ په میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو "زړه ماتوونکې" پرېکړه وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې د امریکا غږ د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: "موږ د طالبانو په اړه ډیر ځلې خبري کړي دي، که هغوی غواړي چې جدي وګڼل شي، که هغوی غواړي له موږ سره واقعي خبري وکړي، باید په داسې شکل رفتار وکړي چې له میرمنو سره په درناوي چلند وشي."

میرمن پییر وویل، له ملګرو ملتونو او نورو شریکانو سره وضعیت له نږدې څاري او په ملګرو ملتونو کې د میرمنو د کار مخنیوی د طالبانو یو بل ناوړه اقدام دی.

د سپینې ماڼۍ ویاندې څرګنده کړه، میرمنې په ټوله نړۍ کې په بشري او مدني فعالیتونو کې اساسي ونډه لري او په افغانستان کې یوازې میرمنې کولی شي سختو زیانګالو میرمنو ته لاسرسی ولري چې یو شمیر یې د خپلو کورنیو سرپرستي کوي او نارینه امداد رسوونکي یې کورونو ته نشي داخلیدلی.

میرمن پییر وویل، ددې لپاره چې په میلیونونه افغانان د ژوندي پاتې کیدو لپاره خواړه، درمل او نور ضروري توکي ترلاسه کړي، پکار ده چې میرمنې له ملګرو ملتونو سره کار وکړي.

طالبانو د اپریل په میاشت کې ښځې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې له کار کولو څخه منع کړې، او له هغه څخه مخکې د تیر کال په ډسمبر کې یې افغانې میرمنې په داخلي او نړیوالو غیر دولتي سازمانونو کې له کار کولو څخه منع کړې وې.

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام مشر اچیم سټاینر اسوشیتډ پرس اژانس ته وویل چې د ملګرو ملتونو چارواکي د طالبانو له حکومت سره په دې هیله خبرې کوي چې په هغه فرمان کې یوه استثنا قایل شي چې د ښځو په کار یې په کې بندیز لګولی دی.

ښاغلي شټاینر وویل: "دا سمه ده چې ووایو په هغه وضعیت کې چې اوس مونږ یو، دا به د ملګرو ملتونو ټول سیسټم یو ګام شاته کړي او هلته (افغانستان کې) د خپل فعالیت د وړتیا په اړه بیا ارزونه وکړي." خو زیاتوي چې، "د بنسټیزو اصولو او د بشري حقونو په اړه خبرې اصلا د بحث وړ ندي."

د ملګرو ملتونو دغه مقام وویل، طالبانو افغان میرمنو ته اجازه ورکړې چې په ځینو کارونو کې دخیلې شي او د ملګرو ملتونو یو راپور چې د سه شنبې په ورځ خپور شو ښیي چې د بد اقتصادي وضعیت سره مخامخ افغانستان د ښځو کار کولو ته سخته اړتیا لري.

د افغانستان اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی او ملګرو ملتونو ویلي چې که ښځو ته د کار اجازه ورنه کړل شي او له افغانستان سره نغدي مرستې کمې شي، نو دا هیواد به سقوط وکړي.

سره له دې چې طالبانو ژمنه کړې وه چې واک ته د رسېدو وروسته به د خپلې تیرې واکمنۍ برخلاف اعتدال ساتي، خو له واکمن کیدو وروسته یې ښځې له کار او زده کړو منعې کړې. د شپږم ټولګي پورته لیسو او پوهنتونونو کې یې د نجونو په زده کړو بندیزونه ولګول او حتی ښځې یې عامه پارکونو، عامه حمامونو او ورزشي کلبونو ته له ورتګ هم منع کړي دي.

XS
SM
MD
LG