د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: که طالبان ښځو ته د کار اجازه ورنکړي راتلونکې میاشت له افغانستان څخه وځو


په کابل کې د یوناما دفتر
په کابل کې د یوناما دفتر

د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام مشر وایي، که چیرې طالبان قانع نه شي چې ښځو ته په دې سازمان کې د کار کولو اجازه ورکړي، ملګري ملتونه چمتو دي چې د می په میاشت کې له افغانستان څخه د وتلو "زړه ماتوونکې" پرېکړه وکړي.

طالبانو د اپریل په میاشت کې ښځې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې له کار کولو څخه منع کړې، او له هغه څخه مخکې د تیر کال په دسمبر کې یې افغانې میرمنې په داخلي او نړیوالو غیر دولتي سازمانونو کې له کار کولو څخه منع کړې وې.

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام مشر اچیم سټاینر د اسوشیټیډ پریس اژانس ته وویل چې د ملګرو ملتونو چارواکي د طالبانو له حکومت سره په دې هیله خبرې کوي چې په هغه فرمان کې یوه استثنا قایل شي چې له مخې یې په روانه میاشت کې یې پدې سازمان کې د ښځو په کار بندیز لګولی دی.

ښاغلي شټاینر وویل: "دا سمه ده چې ووایو په هغه وضعیت کې چې اوس مونږ یو، دا به د ملګرو ملتونو ټول سیسټم یو ګام شاته کړي او هلته (افغانستان) کې د خپل فعالیت د وړتیا په اړه بیا ارزونه وکړي." خو زیاتوي چې، "د بنسټیزو اصولو او د بشري حقونو په اړه خبرې اصلا د بحث وړ ندي."

د ملګرو ملتونو دغه مقام وویل، طالبانو افغان میرمنو ته اجازه ورکړې چې په ځینو کارونو کې ښکیل شي، او د ملګرو ملتونو یو راپور چې د سه شنبې په ورځ خپور شو ښیي چې د بد اقتصادي وضعیت سره مخ افغانستان د ښځو کار کولو ته سخته اړتیا لري.

د افغانستان اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی او ملګرو ملتونو ویلي چې که ښځو ته د کار اجازه ورنه کړل شي او له افغانستان سره نغدي مرستې کمې شي، نو دا هیواد به سقوط وکړي.

شټاینر وویل چې د افغانستان ځینې اقتصادي ستونزې د طالبانو د تګلارو له امله رامینځته شوي ځکه چې دوی اکثر ښځې له کار کولو منع کړي دي.

هغه زیاته کړه چې دا به د افسوس خبره وي "که زه تصور وکړم چې د ملګرو ملتونو کورنۍ نن په افغانستان کې شتون ونلري، او زما په مخ کې د میلیونونو نجونو، هلکانو، پلرونو او میندو انځورونه دي چې د خوراک لپاره کافي خواړه نه لري."

ملګري ملتونه وايي، طالبان له یوې خوا د پراخو بشري مرستو او پراختیايي مرستو جریان ته اجازه ورکوي او له بلې خوا په پرله پسې ډول نوي فرمانونه صادروي او بدلونونه رامنځته کوي.

سره له دې چې طالبانو ژمنه کړې وه چې واک ته د رسېدو وروسته به د خپلې تیرې واکمنۍ برخلاف اعتدال ساتي، خو له واکمن کیدو وروسته یې ښځې له کار او زده کړو منعې کړې. د شپږم ټولګي پورته لیسو او پوهنتونونو کې یې د نجونو په زده کړو بندیزونه ولګول او حتی ښځې یې عامه پارکونو، عامه حمامونو او ورزشي کلبونو ته له ورتګ هم منع کړي دي.

په داسې حال کې چې ملګري ملتونه د افغانستان د خراب اقتصادي وضعیت پړه پر طالبانو اچوي، د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزارت ویاند وايي، نړیوال بانکي محدودیتونه، د افغانستان د زیرمو کنګل کول، د بشري مرستو ځنډول او د اقلیم بدلون د افغانستان د کمزورتیا او کمزوري اقتصاد له لاملونو څخه دي.

ملګري ملتونه په افغانستان کې ۲۳۰۰ کارکوونکي لري چې ددې جملې څخه ۲۷۰۰ یې نارینه او ۶۰۰ یې ښځینه کارکونکې دي.

XS
SM
MD
LG