د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما د کندز د هوايي برید د تلفاتو په اړه راپور خپور کړ


دا برید تېره میاشت وشو
دا برید تېره میاشت وشو

په کابل کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر یوناما وايي په کندز کې د افغان هوايي ځواکونو د تېرې میاشتې په برید کې ۳۶ تنه وژل شوي.

یوناما د دوشنبې په ورځ (مۍ۷) په دې اړه خپل راپور خپور کړ. یوناما وايي چې کارکوونکي یې ونه توانېدل دا تصدیق کړي چې رښتیا هم هر وژل شوی او ژوبل شوی کس ملکی دی که طالب.

د یوناما راپور وايي "یوناما د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ۲۰۱۸ کال د اپریل په دویمه نیټه د هوایي برید په اړه په یوه نوي رپوټ کې خپلې موندنې خپروي او تصدیقوي چې په دې برید کې ۱۰۷ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې (۳۶ مړه او ۷۱ ټپیان) چې ۸۱ یې ماشومان وو."

یوناما په خپل راپور کې ویلي دي چې وايي دغه ارقام او حقایق په بې پرې ډول تاید کولی نشي مګر وايي چې د وژل شویو او ژوبل شویو کسانو شمېرې "د پیښې له قربانیانو، عیني شاهدانو، دولتي چارواکو او روغتیایي کارکوونکو، په کندز کې له درې لویو مشورتي ټولنو سره د ۹۰ مرکو او د پیښې په ځای کې د حقیقت موندنې ماموریت د رپوټ په بنسټ" ترلاسه کړي دي.

وايي په برید کې د حکومتي چارواکو په خبره لوړ پوړي طالب مشران په نښه شوي او له "راکټونو او درنو ماشیندارو" څخه هم کار اخیستل شوی دی.

افغان چارواکي وايي د دشت ارچې په ولسوالۍ کې د طالبانو غونډه په نښه شوې او یو شمېر لوړ پوړي مشران یې ور وژلي دي. د افغانستان د دفاع وزارت تر برید مخکې د سیمې یوه ویډیو هم خپره کړه چې په کې یو شمېر وسله وال طالبان او ګاډي ښودل کیږي.

افغان چارواکي وايي په وژل شویو کسانو کې د طالبانو د کوټې شورا ځیني غړي هم شامل دي او چارواکو یې نومونه هم خپاره کړل.

ولسمشر غني په برید کې د ولسي تلفاتو له ادعا وروسته یو پلاوی وټاکه چې په دې اړه پلټنې وکړي، خو دغه پلاوي لا تراوسه خپلې پلټنې نه دي اعلان کړي.

XS
SM
MD
LG