د لاس رسي وړ اتصالات

قرغزستان او تاجکستان د سرحدي نښتو د پای ته رسیدو لپاره خبري وکړې


د قرغزستان او تاجکستان د امنیت مشرانو د شنبې په ورځ د یادو هیوادونو په سرحد کې د جګړې د پای ته رسیدو په هدف ولیدل، هغه جګړه چې تر اوسه یې له امله ۲۴ کسان وژل شوي او څه باندې سل نور ټپيان دي.

د قرغزستان سرحدي مسولینو په داسې حال کې د خبرو د نوې پړاو د پیل خبر ورکړ چې د شوروري اتحاد دغه دوه پخواني جمهوریتونه یو بل د ډزو په کولو تورنوي. راپورونه وایي چې د جمعې په ماښام له لنډ اوربند وروسته د شنبې په ورځ بیا د دواړو خواوو ترمنځ نښته پیل شوې ده.

دغه نښتې چې د چهار شنبې په ورځ پیل شوي او تر اوسه یې دلیل هم ندی روښانه شوی، د جمعې په ورځ زیاتې شوې.

د قرغزستان د روغتیا وزارت د شنبې سهار وختي وویل د هغو ۲۴ کسانو مړي چې په جګړه کې وژل شوي له تاجکستان سره پولې ته نږدې د بتکن سیمې روغتونونو ته لیږدول شوي دي.

یاد وزارت ویلي دي چې روغتونونو او کلنیکونو د هغو ۱۰۳ کسانو درملنه هم کړې چې په ډزو کې ټپیان شوي وو. تر اوسه د تاجکستان د طرف د تلفاتو شمیر نشته.

تاجک چارواکي بیا قرغس ځواکونه د یوه جومات په ړنګولو او د استوګنې د یوې ودانۍ په ګډون د ملکي افرادو د بنسټونو په نښه کولو تورن کړي دي.

تاجکستان همدا شان تور پورې کړی چې قرغزستان د پارونکو اقداماتو په هدف سرحد ته نږدې ځواکونه او نظامي وسایل ځای پرځای کړي‌ دي.

دا تر اوسه په دقیقه توګه نده معلومه چې دغو دوو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ په سرحد کې جګړه د څه له امله پیل شوې ده. د جعې په ورځ له غرمې وروسته، د اوربند لپاره هڅې ډیر ژر ناکامه شوې او د ورځې په پای کې د درندو وسلو ډزې بیا پیل شوې.

د قرغزستان د بیړنیو حالتونو وزارت ویلي دي چې له سیمې څخه ۱۳۶ زره کسان د نښتو له امله تخلیه شوي دي.

بلخوا د دواړو هیوادونو د سرحدي ځواکونو قومندانانو د جمعې ناوخته د جګړې د ختمیدو په هدف د یو مشترک څارونکو ګروپ په رامنځ ته کیدو هوکړه وکړه.

په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د اوبو د مالکیت او د تاجکستان له خوا د امنیتي کمرو د لګولو پر سر جنجال له امله ۵۵ کسان ووژل شول.

بلخوا د قرغزستان او تاجکستان ولسمشرانو صدیر ژاپاروف او امام علي رحمان د جمعې په ورځ سپټمبر ۱۶ په ازبکستان کې د شانګهای د همکاریو سازمان د غونډې پرمهال وکتل.

د قرغزستان د جمهوري ریاست د یوې اعلامیې له مخې، دواړو مشرانو پر سرحدي وضعیت خبري وکړې او هوکړه یې وکړه چې اړوندو چارواکو ته وظیفه ورکړي څو ځواکونه راوباسي او جګړه وردوي.

ژاپاروف د شنبې په ورځ په یوې انلاین بیانیه کې وویل چې سرحدي جنجالونه تل جګړې او تلفات له ځان سره لري خو هغه زیاته کړه، هیچا ته به اجازه ورنکړي چې د هغه هیواد یو انچ خاوره هم ونیسي. هغه زیاته کړې چې د خپلو ملي ګټو څخه به په پریکنده ډول دفاع وکړي.

XS
SM
MD
LG