د لاس رسي وړ اتصالات

قرغزستان او تاجکستان په اوربند موافقه وکړه 


د تاجکستان او قرغزستان په پوله یوه پوځي پوسته
د تاجکستان او قرغزستان په پوله یوه پوځي پوسته

د قرغزستان او تاجکستان ترمنځ په لانجمنې پولې د مرګونو نښتو له زیاتېدو وروسته، قرغزستاني چارواکو د جمعې په ورځ سپتمبر ۱۶ (وږي ۲۵) وویل چې له تاجکستان سره پر اوربند موافقه شوې ده.

د قرغزستان سرحدي ساتونکو هم په یوه اعلامیه کې اعلان کړی، چې د دواړو هېوادونو د ملي امنیت مشرانو پر ځايي وخت د ماښام په څلورو بجو د اوربند په پلي کیدو هوکړه کړې ده.

تر دې مخکې روسیې د پخواني شوروي اتحاد د دغو دوو هیوادونو ترمنځ د منځګړیتوب وړاندیز کړی و او د جګړې د بندولو لپاره یې د سمدستي اقداماتو غوښتنه کړې وه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د اوربند د اعلانولو پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ د خبرو اترو د څارنې وړاندیز تکرار کړ او له هغوی یې وغوښتل چې د اختلافاتو د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي: "موږ پر دواړو خواوو غږ کوو چې د سیاسي او دیپلوماتیکو لارو د مسئلې د حل لپاره سمدستي او هراړخیز اقدامات وکړي او د کړکېچ د زیاتولو هر ډول هڅې... ودروي. "

قرغزستان تاجک ځواکونه د جګړې په شدیدولو تورن کړي او ویلي یې دي چې ددې هېواد په جنوب ختیځ کې د بتکن په سرحدي ښارګوټي باندې یې چې شاوخوا ۳۰ زره نفوس لري، راکټونه ویشتلي دي.

د قرغزستان چارواکو ویلي چې جګړه د جمعې په ورځ پیل شوه او دواړو خواو یو بل د درنو وسلو په کارولو تورن کړل.

د قرغزستان سرحدي ساتونکو وویل: "د بیټکن هوايي ډګر او د بتکن ښار شاوخوا سیمې د تاجکستان د راکټي سیسټمونو تر بریدونو لاندې راغلې دي."

سرحدي ساتونکو، تاجکستان د راکټ لانچرونو او جټ الوتکو په ګډون د درندو وسلو په استعمالولو تورن کړ، خو وویل چې د دوی ځواکونو دا بریدونه په شا وتمبول او "د دوی لپاره یې په قرغزستان کې د میشت ځایونو نیول ناممکن کړي دي."

د قرغزستان د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې په نښتو کې ۴۲ تنه ټپیان شوي او د سرحدي سیمو له اوسېدونکو یې غوښتي چې ټپیانو ته وینه ورکړي.

په همدې حال کې تاجکستان د قرغزستان ځواکونه د ملکي خلکو پر کورونو او بنسټیزو تاسیساتو باندې په ډزو تورن کړي دي.

د تاجکستان حکومت د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو د روسیې دولتي خبري اژانس RIA د رسمي سرچینو په حواله ویلي، چې یو تاجک پوله ساتونکی وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

ددغو دواړو هېوادونو ترمنځ چې ۹۷۰ کیلومتره اوږده پوله لري، په منظم ډول نښتې کېږي. دا دواړه هېوادونه د خپلو پولو په نیمايي برخه دعوا لري.

په ۲۰۲۱ کال کې، د دواړو خواوو ترمنځ بې سارې نښتې د ۵۰ کسانو د وژل کیدو لامل شوې.

XS
SM
MD
LG